تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: د افغانستان د لرغون پېژندنې انسټیټوټ څېړونکو د لوګر میس عینک کان کې د بودایانو د وخت ځینې خطي نسخې موندلې دي.
څېړونکي وايي، دا لیکونه د اوومې پېړۍ د بودایانو د یو متمدن ښار کیسه کوي.
څېړونکي وايي، دا خطي نسخې د اوومې پېړۍ دي چې د مونک ژاونزینک لخوا لیکل شوي دي.
د څېړونکو په وینا، دا د مونک د ستر تانګ په نوم د خاطراتو کتاب برخې دی چې هند ته د سفر پر مهال یې لیکلې دي.
افغان حکومت پر میس عینک کاند له ۲۰۰۹ کال راهیسې علمي او څېړنیزې پلټنې پيل کړې او له هغه راوروسته یې دغلته خورا پخواني اثار پیدا کړل.
دا کان په ۲۰۰۷ کال د ۳ میلیارده ډالرو په بدل کې یو چینايي شرکت ایم سي سي ته د ۳۰ کالو لپاره په اجاره ورکړل شو خو لا یې هم کارونه پرې نه دي پيل کړي.