په کلي کې غریب او بېچاره سړی و، خو داولادونو له اړخه خدای پرې رحمیدلی و، هیچاهم ډير اولادونه په ظفر خان کاکا نه لوریدل، دظفر خان میرمن خورا باهمته ښځه وه په ډیر غربت کې یې کوچیني کوچیني اولادونه دیو او بل په کور را ستر کړل، د زده کړو له نعمت څخه بې برخې شول دکلي دخان او ملک په خدمت کې به و،په تیرو لسو کلونو کې یې اولادونه زلميان شول، په ځینو دملي اردو او په ځینو دملي پولیسو لیکې ډګې شوی،دوه کاله دمخه یې مشر زوی په کلي کې په سري ماښام دغټ توت سره د اوبو په ورخ کې په تفګنچه شهید کړ،جنازه یې خاورو ته وسپارل شوه، د وژلو درک خورک یې تر ننه ونه لګید، دهغه په شمېر پنځه اولادونه تر ننه دمیرمنې دپلار په کورنۍ د اوږو بار دي، داسې څوک نشته چې دژوند دراز او نیاز څخه یې خبر کړي.

وړمه ورځ مې کلي ته تلیفون وکړ دسلام کلام وروسته مې دعادت له مخې دکلي دحالاتو پوښتنه وکړه پلار مې ویل دکلي پوښتنه مه کوه ماویل ولې؟ هغه ویل دظفرخان اکا دریم زوی په عمومي سړک باندې دخلکو په وړادې وسلوالو کسانو  ویشتلی او مړ شوی دی، خدای شته ډیر ټکنی شوم  څو ځله مې اوږده ساه وویسته، دظفرخان اکا دزامنو تیر غربت عمر ته مې ځغلنده نظر وکړ دهغه بې چاراګانو تریخ ژوند راته سترګو سترګو ته کیدو، لامې ساه نه وه اخیستی پلار مې وویل اوس ناوخته ماښام مو خښ کړو هغه هم خواشینی معلومیده ویل یې زویه! چا یې جنازه نکوله، په کلي کې درجن درجن ملایان و خو ټولو ویل دده جنازه نه کیږي دا کافر و دملي اردو سره یې وظیفه درلوده، اخر دکلي خلکو او خپلوانو یې عین الدین ماما په زور راوستی و او جنازه یې پداسې حال کې کړی و چې عین الدین مخ د ویرې څخه په څادرونو پټ کړی وو.

دخپل کلي او ټول هېواد روان وضعیت په اړه تر ننه زوریږم، هغه غریب ګوټي مې هیڅکله  له یاده نه وځي په خواریو او غریبیو ظفر خان اکا راستر کړل او اوس یې لکه چرګان داسلام پتنګان داسلام په چاړه بې دریغه حلالوي او اند دجنازې دکولو اجازه هم چاته نه ورکوي، دظفر خان اکا دزامنو لویه ګناه دملي اردو مقدسه دنده ترسره کول و او ددې هېواد دخاورې او عزت ساتنه وه، هغه بې چاره مور چې اولادونو ته یې دوطن مینه ښودلې وه نن سرتور سر دزوی کټ ته هکه پکه حیرانه ده خو دسترګو یې دملغلرو په څير قیمتي اوښکې رواني دي او لا دا تفسیر ترې ورک دی چې دزوی ګناه به مې څه  وه؟ او ولې راته داسلام په چاړه وهل شوی په  سرو وینو کې لت پت په مخکې پروت دی؟

داسې سل ګونه بېلګې لرو چې ددې خاورې دعزت او دفاع په خاطر زموږ  سل ګونه ځلمي هر ورځ  خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي خو دپنجاب استخباراتي  ګړیو څخه خړوبیدونکي اسلامپال یې بیا جنازې ته هم څوک نه پریږدي، دحکومت  دغه خاموش حالت ددې له امل شو چې کلي  او قریه جات مو په لوی لاس د دښمن دفعالیت او تبلیغ ستر مرکزونه  وګرځول، هماغه ملا چې د حکومت څخه معاش او پیسې اخلي تر ټولو لومړی دحکومت او نظام په اړه دکفر او جهاد فتوا ورکوي هماغه ملا خلک بیا دې ته نه پریږدي چې دملي ادرو دعسکر جنازه دي وشي.

لږ ترلږه حکومت دې په ملایانو دومره فشار راوړي که دمخالف جنازه کوي نو دملي اردو او پولیس جنازه هم باید وکړی او که نه یې کوی نو باید د دواړو ونه کړي، په کلیو کې دملي اردو او پولیسو وضعیت چې پدې ډول ویې چې د مقتول عاملین یې شخ بریت تاووي او دومره څوک نه پیدا کیږي چې دغریب ګوټو جنازه وکړي نو ځکه بیا له خلکو دا تمه لرئ چې ملي اردو او پولیسو لیکو ته خپل بچیان درکړي؟

بس درحمت شاه سایل دا شعر زموږ دحالت ښه روښانه تفسیر دی چې وایي…

3 thoughts on “میندې لیونۍ دي ناداني دي/ ادم خان سیرت”
  1. زموږ د کلي ملا ویل چې ملا ځکه د سرکار تنخوا نه خوري چې بیا د تنخوا په بدل کې د خپل حکومت پلوي تبلیغات پرې کوي، او دا د ملا تر ټولو ضعیف او د ګمراهۍ سره نږدې حالت دی.
    ما هم ورسره ومنله.
    چې ملا د سرکار تنخوا نه خوري نو څه به کوي؟
    د ولس په اوږو باید سپور وي.

    یوه ورځ ېې بیا د جنازې پر سر ویل چې ملا که هرڅومره غني شي صقاط د ټولو غریبانو په سر کې لمړی د ملا حق دی او ښه ډبل صقاط باید ورکړل شي.

    لدې منطق څخه دا ښکاري چې دوی عقل له بل ځایه ور پیچکاري شویدی. دوی باید د خلکو په اوږو سپاره شي او تل د یو باثباته دولت پرضد تبلیغات وکړي، له همدې لارې ځان مشهور کړي، د دولت بد ووايي او پرضد ېې جهاد فرض کړي ترڅو تر عمره پورې هم یو مسلمان هیواد د سالم حکومت خاوند نه شي.

    دا ستاسو پورته یاده کیسه هم د همدې ور پیچکاري شوي عقل او منطق یوه برخه ده. نن د کلي ملا په ډیر ویاړ سره په لوډسپیکر کې اعلان کوي چې د ملي اردو او پولیسو عسکرو جنازه نه کوو، دوی د یهودو پلویان دي او برعکس طالبان د خدای او پنجاب عسکر دي او که مردار شول نو شهادت ېې نصیب دی او موږ به ېې هرومرو په نره جنازه کوو.

    الله پاک د موږ د جاهلو ملایانو له شره نور خلاص کړي

  2. ډیره په زړه پوری لیکنه دی پرلیکه کړی ده سیرت صیب یوه نړی مننه کوم خو ای کاش زمونژچارواکی په دی خبرو لژخپل غوژ وګروی بیاهم یوه نړی مننه کوم

  3. رشتیاهم دیره دردناکه قصه ده .دشاروسلورلاری مودبیکاروزوانانودک دی بسیواد خولاسه لیسانسه موپه سلورلاری دغریبکاری کارنشی پیداکولی الله(ج)دی زمونژپه حال رحم وکری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *