لیکوال ډاکټرASKY

ژ محمداکبر حقمل معینزی

زړې لارې نوې دروازې نشي پرانیستلای، د نویو دروازو د پرانیستلو په موخه نوې لارې غوره کړئ.

ګواښونه او خنډونه مو پیاوړي کوي، هر څه ته په مثبته سترګه وګورئ، خیر که ماتیالي یا ناکام شوئ، خو ماتې مه منئ.

زه یو انسان یم، زه کمزورتیاوې لرم، زه تېروتنې کوم، زه مې تجربې زیاتوم، خو زه له دې ټولو څخه دا زده کوم، چې څنګه یو غوره کس جوړ شم.

زیانمن شوي وګړي تر ټولو خطرناک وګړي دي. دوی پوهېږي، چې کولای شئ په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې ژوندي پاتې شي.

که چېرې زه وکولای شم تاسو ته تر ټولو غوره خبر وکړم، نو بیا خوښوم، چې تر ټولو د مخه درته دا خبره وکړم: تاسو په هغه کچه نه یئ مات شوي یا تاسو په دومره کچه نه یئ ناکام لکه څومره، چې فکر کوئ. تل په یاد ولرئ، چې فکر تل منفي اړخ ته ژر او تېز اوړي. ډاډه اوسئ کېدای شي دردونه او ترخې خاطرې ولرئ، خو دا ټول هېر کړئ او بیا ځلې له سره هڅه وکړئ ترڅو ټول کارونه مو په سم او غوره ډول ترسره کړئ او په کې بریالي شئ.

تاسو کېدای شي فکر وکړئ، چې مېرمنې مو د موټر، پیسو او ډالیو وږې دي او تل همدا څیزونه غواړي، خو فکر مو وي، چې ښې مېرمنې بیا ستاسو وخت، مینه، مسکا، ريښتینولي او هڅې غواړي او هڅه کوي تر څو تاسو تل ورته لومړیتوب ورکړئ. M Akbar haqmal mueenzai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *