دوه ادبي ټوټې :
 
یوه ورځ سره څنګ په څنګ ناست وو
له هغې مې وپوښتل :
له ما سره څومره مینه لرې ؟
را ته وې کتل شونډې یې ورو ورو خوځېدې ، نه پوهېدم چې څه یې ویل ؟
سترګو ته یې ځېر شوم ، را وې کتل ! ژوره ساه یې واخیسته ورو یې راته وویل :
د آسمان د ستورو په کچه !
ناڅاپه مې آسمان ته وکتل ، په دې هیله چې د آسمان ښایسته ستوري ننداره کړم او د خدای (ج) له ښکلي طبیعت څخه خوند واخلم .
مګر افسوس !
کله مې چې د شنه آسمان په لور سترګې کږې کړې ګورم ، چې آسمان ورېځ وو .
————————————–
غورځنګ او زرینې له یو بل سره ډېره زیاته مینه لرله ، یوه ورځ دواړه  باغ ته په چکر لاړل او له یو بل سره یې د مینې کیسې کولې  ، په دې وخت کې غورځنګ  وغوښتل ، چې د ځان په باب د زرینې ، مینه معلومه کړي ، چې څومره مینه ورسره لري ، کله چې د هغې پام  بل خوا شو ،  منډه یې کړه  او د یوې ونې شاه ته پټ شو ، زرینې نارې کړې غورځنګه څه شوې؟ چېرته لاړې ؟  خو غورځنګ ځواب ورنه کړ، زرینې  هم وغوښتل ، چې د ځان باب د غورځنګ مینه معلومه کړي او وې ویل : که چېرې دې ځان را ښکاره نه کړ ، نو درنه ځم ، ته پوه شه او دا باغ ،  غورځنګ چې د مینې دا خبره واورېده ، نو ژر یې وویل: دا دی دلته یم ، زرینې ورته وویل: تېره ورځ زما د غوښتلو له پاره زموږ کورته مرکه راغلې وه ، پلار مې له مانه پوښتنه وکړه ، چې دا کور دې خوښ دی او که نه ؟ هلک د دې ترڅنګ چې لوړې زده کړې لري درې ډېر ښه کورونه هم لري اوس مهال په سوداګریزو چارو بوخت دی ، ما ورته ستا یادونه وکړه ، هغه په ځواب کې راته وویل :
چې هغه خو غریب دی ، هېڅ هم نه لري ، ما ورته وویل: چې تر هغه هلک یې زده کړې لوړې دي ، کوم چې ستا خوښ دی ،  خو پلار مې په خپله خبره ټینګ ولاړ دی او وایي  ، چې هغه غریب دی ته به هېڅکله له هغه سره واده نه کوې ، د هغه مینه به له زړه څخه باسې او هغه د تل له پاره هېروې.
اوس نو ستا څه ډول خوښه ده ؟ ده په وارخطایۍ  وویل : زه له تاسره به کچې مینه لرم ، ته زما یې او هېڅکله به د بل چا نه شې ، زرینې  په خندا ورته وویل : څومره وارخطا شوې ما درسره ټوکه وکړه ،  زه اوس پوهه شوم چې له ما سره ډېره زیاته مینه لرې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *