ژباړن :عصمت الله زهیر –

د ګڼو ونو په سیوري کي د لښتي پر غاړه د بزګر ځلمي زوی د اوبو تقریباً په ولاړو اوبو کي سترګي ګنډلي وې، کوم ورک فکر اخستی وو، دا ځلمی څه موده وړاندي د قدرت د منظرونو له خوندونو نا اشنا وو:

هغه پوه نه و چي په مخلوقاتو کي موجود هر شی د میني پېغام وړاندي کوي ، د ښاخونو ځنګېدل ، یو او د بل سره غاړه غړۍ کېدل، د ګلانو غوړیدل او د باد څپړي زغمل ، په شنو سبزو کي د مرغانو چوڼار، دا هرڅه د میني پېغام اوروي .

نن د همدغه بزګر زوی په هر یوه شي کي د میني سندره اورېدله ، هغه ځلمی و، یو څه موده وړاندي یې د همدې تالاب پر غاړه یوه زړه وړونکې پېغله لیدلې وه، چي د خپلو خوندکیانو سره اکثر وخت هم دلته به راتلله ، د بزګر د زوی بې کچه مینه ورسره پیدا سوه.

لاکن ، آه ، پرون ورته روښانه سوه چي هغه خو د باچا لور ده ، دا مهال دا ځلمی خورا په شش و پنج کي مبتلا و، خپل زړه یې ملامتولو چي د دومره لوړي مرتبې د پېغلي په ولکه یې ولي ځان ورکړو چي هیڅ وخت یې لاس ته راوړلی نسي .

لاکن زړه چي اوس ملامت هم کړې نو څه په جوړه، زړه یې کله اوس د هغې پېغلي له یاده صبریدلی سي ، اوس یې هېرول ممکن نه ښکاري ، یو خوا د ده زړه ، ، بل خوا یې دماغ و، زړه د پېغلي په مینه کي ځوریدو او دماغ پر دا حیرانونکې ارزو زړه ملامتولو ، د زړه او دماغ په ستړیا ګېر سړی د دوه اړخیزه باد تر منځ د نازک او ډک ښاخ په څېر وي .

هغه په دا فکر وو، چي د دې ارزو انجام به یې څه جوړیږي ، په دې شش و پنج کې سترګي ډکي سوې ، روڼي،روڼي اوښکي پکي وځلېدې ، د سترګو په وړاندي یې د بنفشې ګلان د چنبلي د ګلانو سره ځنګېدل ، نژدې د وني پر ښاخ دوه مرغان په راز او نیاز سره اخته وو، لاکن د ده زړه زخمي و، هغه دا ډول وپاموله چي تر ونه لاندي دوه تېره د وښو غشي د وني ریښې ریبي .

هغه بیخي ډېر وژړل ، سر یې پرله ګرځېدو ، لحظې د پیرانانو د اتڼونو غوندي ورکېدلې ، هغه اوس یوه سړه سا واخیستله او د ځان سره یې وویل :

دلته مي هر یو شی په مینه پسخند وهي او هیلي مي په ناهیلیو بدلوي ، زما د ارزو سپکاوی کوي !

مینه چي زه یې پرستش کوم د باچا محل ته د پرواز ترغیب راکوي لاکن زما جونګړه زما حوصله ماتوي !

آه! د چاسره چي زه مینه لرم هغه کومه ټیټه هستي نه ده ، یوه شهزادګۍ ده ، د باچا لور ده ، چي بې شمېره مینه وال به نور هم لري ، یو شمېر بې خدمتګاران وي او د دې د حفاظت لپاره به د ټول هیواد قوت کارول کیږي :

اې زما ګراني! زه پتاپسي روان یم، ته د ماڅه غواړې، ما پر سکروټو سفر کړی دی، ما تپاندي ، سوځیدلي لاري را لنډي کړي دي لاکن چي څه مهال مي سترګي را روڼي کړې نو بې تیارو نور څه راته ښکاره نسو :

زما شونډان اوچ سول لاکن تا وماته د خوښۍ د دوو ټکو ادا کولو اجازه رانکړه او یوازي دي د دردونکو ټکو اجازه وکړه .

اې زما ګراني ! زه ستا د وصل په خوندونو پسي ځوریږم لاکن څه وکړم ناوسه یم ، ته قدرتمنده او بااحیتاره یې ، نو بیا دا ولي دي زه د خپلو زلفو بندیوان ګرځولی یم :

ز ه بې ګناه یم، ته منصف یې ووایه، راباندي دا ستم د څه لپاره، ته د عظمت څښتن یې لاکن پرما خوار دا ظلم په څه خاطر؟

ته قدرتمند یې نو ما ولي له توانه اچوې ؟

ته زما لارښود یې نو زه دي په ویرانو کي خوار او زار څه ته پرېښولم ، زه لتا د رحم غوښتونکی یم او لتا پرته هیڅ یوه لاره نه اخلم، دا ستا رضا او زما بندګي ده، تا مي روح ښادان ګرځولې ده ، ستا تصور یو سوری راسره دی .

چینه د خپل مین سیند په لور بهیږي ا وګلان د خپل محبوب لمر لپاره خنداوي پاشي، وریځي خپلي نازولي ناوي ته راکښته سي ، لاکن په دوئ کي یو هم زما د حاله خبر نه دي ، چینې مي ساړه اسویلي اورېدلي نه دي ، ګلانو مي حالت لیدلی نه دی او وریځي خو هیڅ زما د وجود خبر نلري :

زه پخپله مینه کي یومخیزه یوازي څوک یم، زه نه خو د با چا د ساتونکو عسکرو په ډله کي ورګډیدلی سم، او نه د محل د څارونکو ډلګۍ ته ور داخلېدلی سم ، زما په اند زما محبوبه ، به هم هیڅ زما د وجوده خبره نه وي .

هغه یو ګړی پټه خوله سو لکه د چینې د اوبو په ژبه او د غوټیو په پېغام ځان پویول غواړي ، وروسته یې وویل :

او ته ! چي دي نوم پر ژبه راوړم ، ډاریږم د عیش او نشاط په سیوري کي د عزت او درناوي د دیوالونو تر منځ د پولادو او اوسپنیزو دروازو تر شاه د ژوندون له خوندونو برخمن یې نو ، ووایه!موږ دواړه چیري سره لیدلی سو :

یوازي د خدای په کورکي ، هلته مساوات دی ، هلته انسان خپل جوهر روښانولی سي :

تا! مي زړه راڅخه یوړی ، چي میني یې ژوندون په برخه کړو، او تامي روح د ځان مینځه کړه چي خدای یې ځانګړتیا په برخه کړې وه څو شپې د مخه زه څه وم او نن څه یم، د مخه خو زه یو بې پروا څوک وم په دښتو کي مي له سکون ډک ژوندون لرلو لاکن نن زه د خپل ورک سوي زړګي بندیوان یم :

اې ښایستې !ماچي څه مهال ته ولیدلې نو مي داسي فکر وکړو چي زه یې لتاسره د میني لپاره دې نړۍ ته را استولی یم ، ما دا د خپل ژوندون تګلاره پامولې وه :

لاکن څه وخت چي دا راباندي روښانه سوه چي ته یوه شهزادۍ یې او خپلي غریبۍ ته چي مي پام کړو نو مي وهڅوله چي خدایي مصلحیتونه تر انساني پوهني لوړ دي :

د ځان سره مي رهی واه چي داسي پټه لاره هم سته چي روح په هغه لارو اچوي ، چي په موندلو سره یې انسان د رسم او رواج له بندیځونو خپلواک وګرځوي :

ما چي څه مهال ستا سترګي ولیدې نو راته څرګنده سوه چي دا هغه لاره ده چي د یوه داسي جنت په لور مي وړي چي دروازه یې د انسان زړه دئ :

او څه مهال چي مي ستا رښتونی حثیت د خپلي بدبختۍ سره پرتله کړو نو دا ډول راته وایسېدله چي نور دې نړۍ کي زما لپاره هیڅ یو ځای پاتي نسو :

په لومړي ځل چي مي ته د خوندکیانو په ټولۍ کي ولېدلې نو مي داسي وپاموله لکه د ګلاب یو تازه ګل چي غوړېدلی وي او تر اوسه لا غوټیو په غېږ کي ټینګ نیولی وي ، زه په دې باوري سوم چي هم ته زما د خوبونو ملکه یې او خدای پاک ته پر مځکه زما لپاره را استولې یې :

او چي څه وخت دي د پلار عظمت راته څرګند سو نومي دا ډول وانګېرله چي کوم لاس د ګلاب د دې ګل په لور غځیږي ، هغه به په پټو ازغیو زخمي سي ، ویني به لوروي ،تاته نزدیکت یو داسي خوب دی چي هیڅ وخت به تعبیر ونه مومي .

هغه ځلمی را ولاړ سو او کرار، کرار یې قدمونه اخیستل د یوې غرنۍ درې په خوا رهي وو:

هلته په رسېدو یې په دواړو لاسونو خپله څېره پټه کړه او د ناهیلۍ په حالت کي په ځیګروي سو :

مرګیه راسه ، ما د دې ځایه یوسه، په دې خاطر دا خاوره چي ازغي یې د ګلو څوګیداران دي ، زما د استوګي ځای نه دی :

مرګیه راسه ، ما د طبقاتي امتیاز له دې نړۍ بیرون کړه، چيري چي د دولت او سرمایې په وړاندي مینه هیڅ ارزښت نلري :

مرګیه! زما مرستندویه سه زما لپاره د بقا عالم غوره ځای دی ، هلته په رسیدو سره به زه د خپلي محبوبي منتظر پاته سم .

لمر پر لویدو سو ، هغه هم داسي ځان سره بوڼېدو ، آ خوا دې خوا تاویدو را تاویدو هغه د ونو په هغه ګڼ ځای کي کښېنستو چیري چي به د باچالور قدم وهلو :

خپل سر یې سینې ته داسي ورجوخت کړو تابه ویل سینه یې غوڅیږي او دی یې د ژغورولو هڅي کوي ، هم دا ګړی هغه زړه وړونکې پېغله تر ونو وډرهلته راڅرګنده سوه ، د هغې لباس پر وښو ورسره راڅکېدو او د هغه ځلمي تر شاه ودریده او خپل نازک لاسونه یې د هغه پر سر کښېښود :

هغه وغورځېدو، مخ یې ور واړولو ، نو یې پرخپلو سترګو باور نه راتلو چي دا دي د هغه باچا لور وي :

هغه هم هغه ډول د هغې پر قدمونو ور انجوخ سو لکه څه ډول چي د سینا په ناوه کي حضرت موسیْ د خدای پاک جلوه ولیده انجوخ سوی وو:

هغه د څه ویلو هڅه وکړه لاکن ژبي یې ملتیا ورسره ونکړه، هغه څو ځلي هڅه وکړه چي څه ووایي خو هیڅ یې نه وویل، البته تر سترګو یې اوښکي رواني سوې :

شهزادۍ هغه ته تر غاړه ووتله او په شونډو یې بوسه ورته ثبت کړه ، د هغه اوښکي یې په لبانو ورته او چي کړې او تر ښکلي موسیقۍ هم سیوا په یوه زړه وړونکي ږغ کې ورته وویل :

ته مي په غمجنو ساعتونو کي په خوبونو کي لیدلې او ستا تصور مي د یوازیتوب خاتمه وګرځیدو ، ته مي د ورکي سوي اروا ملګری یې او ته زما دویمه نیمه برخه یې چي زه یې ورځني بېله کړې او دې نړۍ ته یې راستولې ومه ، زه ستا لیدو ته د محله راغورځېدلې یمه ، ته مي وموندلې ، اوس زه اندیښنه نکوم:

ما د خپل پلار محل عیش او آرام ټوله پرېښود، نوره لتاسره به اوسیږم او لتاسره به د ژوند رښتوني خوندونه در لاسه کړم هم به لتاسره د مرګ پیاله پر غاړه اړوم :

راځه ، چي په بیړه له د ې ځایه یوه داسي ځای ته ولاړ سو چي دا نړۍ مي هلته په لټون نسي .

هغوی دواړه د ونو په منځ کي څنګ پرڅنګ سره روان وو، هغوی ټوله شپه روان وو او سهار مهال داسي ځای ته ورسېدو چي هلته یې هیڅ ډول ډار او وام نه انګېرولو او نه هلته د باچا د سړیو د راتګ کومه خطره وه :

وروسته یوه ورځ د دې نوي منطقې په یوه لیري پرته برخه کي د باچا عسکرو د دوو وګړو ډهانچې وموندلې او د یوه په غاړه د سرو زرو لاکټ وو، او تر خوا یې یوه ډبره پرته وه چي ورباندي داسي نوشته وو:

مرګ چي د چا خاتمه وکړي ، انسان یې بیرته ورځني اخستلی نسي !

پرچا چي د خدای رحمت وي هیڅوک هیڅ نقصان ور رسولی نسي !

مینه چي یې سره یو کړي هغوی څوک بېلولی نسي ، قدرت ته چي کو م څه منظور وي ، د وګړي توان هغه څه بدلولی نسي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *