ګراني،
ستا د خوښۍ پـه هيلـه.
خدای ج دي وکړي، چي پـه دومره ډېره موده کي دي ډېر ځله نه، يـو ځل يا دوه ځله ياد کړی يم.
ګراني،
دا ليک پـه يـوه باراني ورځ کي درته ليکم.
داسي بـاراني ورځ چـي سـتـا کــړي وعــدې را يــادوي او د بــاران هر څاڅکی ستا يو يو يـاد تازه کوي.
داسي باراني ورځ چي خاموشي مي شور کوي. تنهايي چيغي وهي او يوازيتوب مي خوري.
دا باراني، سړه ورځ او زما په زړه کي ستا د سوځنده ميني اور.
دوه متضاد کيفيتونه.
ستـا د لـمبـه لـــمبـه ځوانۍ تـصويـر مي تر سترګـو ستـرګو کـيـږي، زوروي مي.
ستا د اورني ښـايــست لمبې مي سوځي او ستا د نشتون زوروونکی احساس مي وژني.
ښايي دا کيـفيـات او ولاړ وختونـه تـه حـس نـه کـړې، چي پـه دې باراني ورځ کي پر ما تېريږي.
تــه له خپلو يادونو وپوښته چي ما څومره په خپلو اوښکو لمبولي او ځلولي دي.
ته يو ځل هغه مازديګرونه او ماښامونه وپوښتـه، چي بې تا تېريږي.
د نـيمي شپې لــه تـيـارې او چوپــتيا زما د اوښکو او سلګيو پوښتنه وکړه.
ګراني،
ته د هغه بې لوګي اور تاو نشې حس کولای، چي زه پکي سوځم او زما زلميتوب پکي لولـپـه شو.
تـا هغه ترخې شــېبې او زهرــ زهـر وخـتونه نـه دي حس کړي، چي ستا د هري مخه ښې وروسته پر مظلوم، مين او معصوم زړه تېريږي.
تا ته نه زما د تنهايۍ چيغي ورسېدې او نه دي زما د خاموشۍ شور واورېـد.
ستا مين…