چوپتیا وروسته یې یوه غټه ساه واخیسته او د ساه په لږ نیولو یې څو واري پورته کښته وکتل لاس یې دمځکي ډبري ته وغځوئ،  ډبره یې را پورته کړه تر څنګ بهیدلي سمندر ته یې په ډېره تیزي سره وغورځوله  بیا یې ماته وکتل ـ

– زقغکله مو مینه کړې؟

د هممم سره دا وار خندا راغله او خبره مي ژر ور لنډه کړه:

ها څه دي وویل  وا مي نه ورېده؟

ـ همم ومي ویل مینه مو کړې!؟

هاهاها څه فکر کوې؟  دا نړۍ ته بې میني انسان او یا هم کوم وجود راځي؟ چوپتیا یې بیا اختیار کړه،  تر ډېره چپ و.  لږ وروسته یې وویل:  دا زه نه یم؟

ته بې میني نه یې؛  خو تا تر اوسه مینه کړې چیري ده ، چي تاته مینه څوک درکړي؟

ولې ولې بغیر دهغې یوه لحظه ژوند راته زندان و  او ما هیڅ کله دا نه سوای لیدلای، چي یوه شېبه یې هم له ځانه لیري کړم!

په خندا مي ور غبرګه کړه ، دې ته مینه نه ستا د هوس ضرورت و.   زه لاړم چي لمر پر ډوبیدو دئ  او زما ددې میني ښایسته لحظه بیا نه راګرځي!

One thought on “مینه نه ستا دهوس ضرورت و/ یتیمه سلګۍ‎”
  1. «فیدبک»

    ګومان کوم لیکنه تر جمې ته ورته ده، ځکه لیکلې کلیمې او فکري تسلسل ناسم او بې تړاوه بریښي … په هر حال نیک شګون يې

    شمیرو، خوپه هره لیکنه کې د جملو انډول اړین دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *