دا لیکنه ما پنځه کاله وړاندې کړې وه، هغه مهال چې ما د مینیمال بیلګې په پښتو ژبه ولیکلې او ګڼو لیکوالانو، استادانو، مشرانو او ملګرو تشویق هم کړم، اوس یې یو ځل بیا خپروم او له استادانو، مشرانو او ملګرو په دې برخه کې نظر غواړم.
یوه ورځ مې له استاد رفیع نه پوښتنه وکړه ما ویل استاده دغه نوي فورم ته کیسه ګۍ کلیمه کارولای شو استاد ویل نه، ځکه کیسه ګۍ یو بل فورم دی چې معمولاً د پوښتنې بڼه لري، له هغې ورځې تر ننه پورې چې ما دا فورم څه لیکلي نو د مینیمال او کیسه ګۍ دواړو کلیمې مې یې څنګ ته لیکلي دي. خو اوس چې دا څو موده بیا په ټولنیزو شبکو کې خپل مینیمالونه خپروم نو ډیری لوستونکي د دغه فورم په اړه پوښتنه کوي. له همدې امله بیا غواړم دا موضوع د مشرانو او استادانو یاد ته ورولم تر څو په خپلو علمي لارښونو له ځوانو لیکوالانو سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې ښه آثار وپنځوي.
دا فورم اوس په ټوله نړۍ کې ډیر زیات لوستونکي او مینه وال لري، زه خپله یې هم په دې خوښوم چې هر څه پکې په دقت په پام کې نیول شوي، وخت، پیغام، هنریت او هر هغه څه چې له یوه ادبي اثر نه یې تمه کیږي، ځکه به هم وده کوي.
لیکنه:
که څه هم تر دې دمه، د مینیمال یا زما په وینا د (کیسه ګۍ) په اړه ډېر څه نه پوهېدم، خو د مطالعې پر مهال مې په انټرنېټ کې پرې ډېرې سترګې لګېدې او همدې موضوع یې په اړه پلټنې ته وهڅولم؛ که څه هم ما یې په اړه ښايي بشپړ معلومات هم نه وي راټول کړي خو هڅه مې وکړه چې تر یوې کچې د دې ډول کیسې په اړه معلومات راټول کړم.
مینیمال سبک له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لیکوالو ذهنونو ته لاره موندلې. ددغه سبک لیکوال پرته له دې چې د کیسې ګڼ تخنیکي اړخونه او محدودیتونه په پام کې ولري له نا اړینو توکو تېرېږي او خپله کیسه ساده او ډېره لنډه را اخلي. پدې کیسو کې چې کوم کرکټرونه شته ټول عادي وګړي دي او هیڅکله پکې لکه د پخوانیو کیسو په څیر شاهزادګان او پرښتې نه لیدل کیږي.
دغه ډول چې په لویدیځ کې په پنځوسمه لسیزه کې رامنځته شو تر اوسه زموږ ادبیاتو ورته هر اړخیز تعریف نه دی وړاندې کړی، خو له لغوي نظره د تر ټولو ساده طرحې یا بڼې کارول دي، دغه کلمه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۹ کال د (ډیوېډ برلیوک) په نوم یوکس له یو نندارتون څخه د کتنې پر مهال کارولې او په پنځوسمه لسیزه کې د یو ادبي غورځنګ په توګه وغځېده او په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې یې هم دوام وکړ. ځینې لیکوال وايي میني مالیزم د پخواني اکسپرسیونیزم (: بهرنۍ نړۍ ته د هنرمند د ذهن د پټو عواطفو لېږد) پر ضد رامنځته شوی او په نقاشۍاو معمارۍ کې سادګي او په ځانګړو هندسي بڼو وړاندې کول ددغه سبک له ځانګړنو څخه وې.
منیمالیزم له هنر او ادب څخه هم پښه وړاندې اېښې مینیمالیزم په فلسفه کې باور لري چې د انسان د ژوند لپاره شمېرلې اړتیاوې بسنه کوي او هغه کسان چې د دا ډول تفکر پیروي کوي په ساده ډول ژوند کوي او ځان خوښ احساسوي. د فلسفې د دغه سبک مشران تل خپل پیروان هڅوي چې له هغو څیزونو ډډه وکړي چې زړه یې ورته کېږي او زده کړي چې په ساده ګۍ او له مادیاتو پرته هم ژوند شونی دی.
خو ځینې لیکوال بیا وايي: مینیمال لیکنې د وېبلاګونو له رامنځته کېدو وړاندې په لیکني ادب کې ځای نه درلود او تر اوسه هم بشپړ او معیاري (سټنډرډ) تعریف نلري.
په مینیمال لیکنه کې تر ټولو مهم څیز پیغام او هدف دی. لومړی باید معلومه شي چې لوستونکي ته څرنګه پیغام او موخه ولېږدول شي بل ګام د پیغام د لېږد ځواک او پیاوړتیا ده. بیا دلیکوال په ذهن کې د کیسې د بیان ډول دی چې څرنګه جوړ او لېږد ته چمتو شي، وروسته د مطلب خلاصه کول دي تر څو پوره خلاصه شي او بیا لوستونکي ته وړاندې شي.
خو دا چې پیغام؛ یعنې د کیسې اډانه، لېږد، لنډې او ښکلې جملې او ښکلی او آموزشي پای له لوستونکي سره د دغه ډول کیسو د تړاو اصلي ستنې دي نو باید په ډېر مهارت وکارول شي.
ځینې لیکوال او کره کتونکي پوښتنه کوي چې آیا مینیمال یا زما په نظر همدا (کیسه ګۍ) کولای شي د یو انسان دردونه، اندونه، خوښۍ او احساس ونغاړلی شي او یا هم یو چاته انځور او د کیسې په تول پوره څیز ورکړای شي؟ په داسې حال کې چې مینیمال زیاتره یوه جمله درې جملې یا یو دوه پارګرافه وي.
ځينې ښايي ډېر ژر ځواب ووايي: نن ورځ لوستونکي دومره حوصله نلري، لیکوال باید خپل مطلب ووايي او ځي دې په خپل کار پسې.
خو ځینې لیکوالان بیا وايي چې څرنګه کېږي یو شخص په یوه جمله کې خلاصه شي، لکه په ټولو داستانونو او ناولونو کې. څرنګه یې ژوند، اند، جغرافیايي موقعیت او ګڼ نور مسایل را ونغاړل شي او بیا ورته کیسه ووایو؟ یا هم د ناول لیکوالو او کیسه لیکوالو د داستانونو او آثارو پېچلي پیغامونه، او کمډیکې او تراژیديکې منځ پانګې په دوه یا دریو جملو کې ونغاړې او لوستونکی دې ترې خوند هم واخلي.
خو دا بحث په دې کوچنۍ مقاله کې نه ځایېږي موږ چې د مینی مالیزم په ځانګړنو لنډه رڼا اچوو راځو بېرته خپله مینی مال سبک ته.
د طبیعت، هنر او هنر مند تر پوښتنې لاندې راوستل دمینی مالیزم کار دی او مین مالیستان باوري دي چې هنري کار حتمي نده د هغه د پنځونکي د احساساتو او څرګندونو استازیتوب وکړي. مینی مال چې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د تجسمي هنرونو له ټرېبیونه نه راښکته کېده، ارام آرام د ادبیاتو له زینې پورته شو او ځان ته یې ځانګړی ځای وموند.
ځینې وايي: مینی مال په ادبیاتو کې د لنډې جملې په معنا دی، دغه جمله باید خلاصه وي؛ هم پېچلې؛ هم فکر ته اړ ایستونکې؛ هم ښکلې او هم باید نقطه ونلري تر څو وښيي چې جمله پای ته نده رسېدلې او د لوستونکي ذهن د جملې د دوام جوړولو ته اړ شي. یعنې مخاطب باید خلاصه شوې برخه ومومي او اصلي پیغام را وباسي.
که یو لیکوال غواړي چې اثر یې د میني مال په ځانګړنو برابر وي باید له غیر اړینو معلوماتو ډډه وکړي ساده کیسه ولیکي او لوستونکو ته اجازه ورکړي چې د کیسې یو شمېر برخې په خپله په خپل ذهن کې تصور کړي.
د کیسې کرکټرونه عادي وګړي دي او ژبه یې هم د کلي کوڅې ژبه ده او د خبرو لپاره هم له ساده او لنډو کلمو استفاده کوي او همدا سادګي یې په اغیزمن تابه کې هم مهم رول لري.
مینی مال لیکنه له لنډو جملو سره نږدې اړیکې لري خودا ددې معنی نه ورکوي چې یو مینی مال داستان حتما باید څو کرښې یا څو کلمې ولري. نو دې موضوعاتو ته په پام سره یوه لنډه کیسه هم مینی مال کیدای شي. یو شمېر لیکوالان بیا ټینګار کوي چې مینی مال باید له فلش فیکشن یا نورو ډولونو سره ګډوډ نه شي مثلا ځینې وايي: یو شمېر لیکوالو د یو داستان لپاره چې ۵۵ کلمې ولري میني مال ویلی؛ چې دا سمه نده.
په هر حال مینی مال یا زما له نظره کیسه ګۍ تر اوسه په پښتو ژبه کې زیات ندي لیکل شوي، په دې برخه کې زما کړی کار زما په ویبلاګونو او ټولنیزو شبکو کې شته او که خدای کول لومړنۍ ټولګه به یې هم په نږدې راتلونکي کې چاپ ته واستوم.