یانا خپل ژیړ ویښته په قیدک کې بند کړل. ولادیمیر یې سپینو مټو ته وکتل او وموسیده. هغې خپلې شنې سترګې د ونو لور ته واړولې:
- څرنګه ښه سیخه ونه ده
- څرنګه (واین) راوغواړم؟
- رښتیا څه کار کوئ؟
- پوسته وړم
نجلۍ وریځې کش کړې:
- چیرته اوسې؟
- دلته نژدې په (اولشنسکا) کې د دوو کوټو په اپارتمان کې شریک یم
یانا د رستورانت چت ته وکتل:
- زه کافي څښم
- تاسو خو ژمنه کړې وه چې واین به سره څښو
نجلۍ سر وڅانډه. ولادیمر ځانته سره واین او یانا ته کافي راوغوښته. د واین ګیلاس یې پورته کړ. نجلۍ پر چوکۍ په اړخ شوه. ده پوښتنه ترې وکړه:
-تاسو چیرته کار کوئ؟
یانا په وچه غاړه شوه. ولادیمیر اوبه ورته ونیولې. نجلۍ یې لاس پورې واهه:
-دا کافي داسې ده لکه زهر
ولادیمیر ګارسون ته ورغږ کړل:
-سمه کافي نه لرئ دا مو څه شي راوړي
نجلۍ پاڅیده:
- نوره نه څښم
ولادیمیر پیسې پر میز کیښودې او بهر یې یانا له مټه ونیوله. نجلۍ خپل لاس کش کړ او بس ته وخته.
ولادیمیر څټ وګیراوه او ورو ورو د خپلې کوټې خواته ته روان شو. چې کلي یې په دروازه کې ننویسته د وره له شا د پیشو میو میو شو. د وره له پرانیستو سره پیشو ورټوپ کړل. ده پورې وهله، د هغې کوړنج شو او په منډه تر تخت لاندې ننوته.
ولادیمیر پر یوه کاغذ ولیکل:
« هر چا که سپینه وړینه پیشو پکار وي مفته یې ورکوم»
کاغذ یې د بلاک پر بهرني دیوال له عمومي ورسره نصب کړ. ترې لاندې یې د پیشو عکس سریښ کړ او تر ژبې لاندې یې وویل:
« ته خبره نه یې چې بې پیسو یم کنه تا راته چیرته میو کاوه».
پراګ