د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې نږدې سل تنو مېرمنو ته د حرفوي او حیاتي زدکړو لړۍ پیل شوه.

د حرفوي او حیاتي زدکړو دغه لړۍ د جلریز ولسوالۍ د سرچشمې په حوزه کې شاوخوا ۶۰ تنو مېرمنو ته پیل شوه،چې د نږدې درې میاشتو په موده کې به بشپړه شي .

دغه زدکړې چې د ثبات پروګرام په ۲ میلیونه سل زره افغانیو مالي لګښت او د FRDO ادارې په تخنیکي همکارۍ ترسره کیږي،د ۸ ښځینه ښوونکو له لورې به یې د تدریس چارې ترسره شي .

د دغه زدکړو پر مهال هرې زده کوونکي ته د کالیو کنډلو یو ماشین،مېز او پایه،رختونه،ګازډبه،اوتو،د اور وژنې اله،روغتیایې کیټ،کتابونه او قرطاسیه او ځینې نورو ضروري ملحقات ورکړل شول.

همدا راز به زده کوونکو ته د زدکړې تر لاسه کولو پر مهال یوه اندازه ورځنی لګښت هم ورکړل شي .

د دغه زدکړو د پیل په مراسمو کې د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري وویل یوه میاشت وړاندې هم د ثبات پروګرام له لورې شاوخوا ۶۰ نورو مېرمنو ته هم ورته زدکړې پیل شوي وې.

ده زیاته کړه،هڅه به وکړي،چې د مرستندویه ادارو سره خبري اتري وکړي او دغه لړۍ د دغه ولسوالۍ په ټولو سیمو کې پلي کړي.

هغه  د ثبات پروګرام له مسؤلینو هم مننه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې هر مهال د خلکو په غوښتنه بېلابېلې پروژې پلي کړي دي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *