مهربانه موسکا یې د وطن د آبادۍ زېری راکوي. د دې په موسکا کې هغه خندانې څېرې وینم چې شل کاله وروسته به د وطن په آبادۍ لګیا وي. شل کاله وروسته به افغانستان په واقعي علم سمبال ځوانان لري او نور به افغانان د لاس مزدورۍ لپاره عربو او نورو ملکونو ته نه ځي، بلکې د مختلفو ډګرونو د متخصصانو او علمي کدرونو په حیث به د دنیا علمي مرکزونو ته ځي.
آګاتا ون ګینکل Agatha van Ginkel د لومړنۍ دورې لپاره د پښتو او دري کتابونو طرحه جوړه کړې ده. دغه پروژه له لومړي تر درېم تولګي پورې رانغاړي. د امریکا پراختیایي پروګرام (USAID) یې تمویلوي او د پوهنې وزارت د درسي نصاب د پراختیا ریاست په همکارۍ عملي کېږي.
زموږ په پخواني نصاب کې پر ډېرو ژبنیو، محتوايي، املايي او انشأیي تېروتنو سربېره، بل لوی کمی دا و چې د ماشوم فکري ودې ته یې پام نه و کړی او احساسي- عاطفي زده کړو ته په کې ځای نه و. د تسلسل او توسعې اصول په کې نه وو مراعات شوي. یو متن به یې ډېر اوږد و، بل به ډېر لنډ و. موږ په دې ځورېدو چې په ښوونځیو کې یوازې د ماشومانو حافظې ډکېږي خو د تحلیل، تخیل او تفکر قوه یې وده نه کوي. دغه میتود له انسان څخه د بګۍ آس جوړوي چې یوازې مخامخ لاره لیدای شي او بس. دا روش په انسان کې د خلاقیت، نوښت او پنځونې استعداد وژني او په ژوندي روباټ یې بدلوي.
خو آګاتا د نویو کتابونو د لیکلو لپاره داسې میتودولوجي معرفي کړې ده چې دغه ټولې ستونزې په کې ختمېږي. که دا کتابونه په معیار برابر ولیکل او سم تدریس شي نو بل نسل به مو تر موږ ډېر هوښیار، پوه او تکړه وي.
درسونه په اونیز سیسټم برابر شوي دي. هره اونۍ، یو درسي واحد دی چې د هرې ورځې لپاره یې یوه صفحه په پام کې نیول شوې ده. په هره اونۍ کې دوه متنونه او یوه د اورېدلو کیسه وي. د هر متن تر لوستلو او د کیسې تر اورولو وروسته معلم درې پوښتنې کوي چې د دوو پوښتنو ځوابونه په متن/کیسه کې وي خو درېمه پوښتنه یې ذهني وي. دغه پوښتنه د شاګردانو د ذهني ودې، تخیل او تفکر په روزلو کې ډېره مرسته کوي. همدارنګه د هرې اونۍ په پنځمه ورځ شاګردان د لوستل شویو متنونو په رڼا کې پخپله یوه کیسه لیکي چې په لومړي ټولګي که یوازې یو رسم کاږي او یو څو کلمې یا یوه جمله ورته لیکي او په دوهم ټولګي کې دوه درې جملې لیکي. دې سره د ماشوم تخیل وده کوي.
د لومړي او دوهم ټولګي په کتابونو کې فونولوژي (غږپوهنه) شامله ده. په فونولوژۍ کې غږونه تدریسېږي، شکلونه یې (توري) ښودل کېږي او کلمې په څپو وېشل کېږي یا له څپو څخه کلمې ترکیبېږي. مثلاً معلم لاسونه پړکوي، وايي /اَ/ بیا لاسونه پړکوي وايي /نار/. اوس که دواړه څپې سره یوځای کړو، څه جوړېږي؟ /انار/.
د لومړي صنف تر پنځمې اونۍ پورې متنونه نشته. یوازې د اورېدلو کیسې، شکلونه، کرښې او ځینې توري تدریسېږي. ماشومانو ته د قلم د نیولو، د کرښو د ایستلو، د کتاب د پاڼو د اړولو سمه طریقه ورښودل کېږي. له شپږمې تر لسمې اونۍ پورې متنونه یوازې ۲-۴ لنډې جملې چې په هره جمله کې ۲-۴ کلمې وي، شاملېږي. دغه کلمې باید یوازې له هماغو تورو رغېدلې وي چې شاګردانو په تېرو درسونو کې لوستي دي. په یوه متن کې تر لس کلمو زیاتې نه وي. له یوولسمې تر پنځلسمې اونۍ پورې جملې ۳-۶ او په هر جمله کې ۲-۴ کلمې، د کلمو اوسط ۱۸ وي. له شپاړلسمې تر شلمې اونۍ پورې ۵-۸ جملې، په جمله کې ۲-۵ کلمې او د کلمو مجموعي شمېر ۳۰ ته رسېږي. په هرو پنځو اونیو کې وار په وار سره د کلمو او جملو شمېر زیاتېږي. دغه تدریجي لړۍ همداسې تر درېم ټولګي پورې غځېږي.
په درېم ټولګي کې بیا نوی شی دا دی چې هره درې اونۍ یو واحد جوړوي. په هر واحد کې شپږ متنونه وي خو شپږ واړه متنونه یو ژانر او یو ژانرک لري. مثلاً د لومړیو دریو اونیو ټول متنونه توضیحي او په توضیحي کې هدایتي دي. لکه دا:
کتاب
کتاب باید څنګه وساتو؟
کتاب له کاغذه او کاغذ له لرګیو څخه جوړېږي. د کاغذ او کتابونو پر جوړولو ډېرې پیسې لګېږي. که کتاب ښه ونه ساتو، خرابېږي. بیا نور شاګردان ورنه استفاده نه شي کولی. که کتابونه خراب کړو، ډېرې ونې به ووهل شي. نو باید:
- پر کتاب خط ونهکړو.
- د کتاب پاڼې په احتیاط سره واړوو.
- کتاب له بکسه په کراره راوباسو.
- کتاب لوند نه کړو.
- کتاب له خاورو او دوړو صفا وساتو.
د ښه ساتل شوي کتاب لوستل ډېر خوند لري. ښه شاګرد کتاب ښه ساتي.
د اونۍ په پای کې شاګردان پخپله د یوې موضوع په باره کې همداسې متن لیکي. په بل واحد کې بیا ټول متنونه روایتي، تخیلي او تمثیلي وي. نمونه یې دا ده:
نیکي
مازدیګر باران شوی و. کوتره د ډنډ په غاړه ولاړه وه. بوډۍ ټال ته یې کتل. د موږکې غنمرګه بچی راغی چې اوبه وڅښي. پښه یې وښویېده. اوبو ته ولوېد. کوترې چې ولید، ژر والوته. هیلۍ ته یې ځان ورساوه. ورته ویې ویل: هیلۍ ګلې! هله چې د موږکې بچی ډوبېږي.
هیلۍ په منډه راغله. د موږکې بچی یې راویست.
کوترې د موږکې بچی په منګولو کې ونیو. والوته او د موږکې کور ته یې ورساوه.
موږکه چې له پېښې خبره شو، ویې ویل: ډېره مننه. تا او هیلۍ زما بچی وژغوره.
په نورو واحدونو کې بیا د خبري مقالې، معلوماتي متن، او تخیلي کیسو ژانرونه راځي. همداسې په هر واحد کې شپږ شپږ متنونه په یوه سټایل کې وي. دې سره شاګردان د لیکنو له مختلفو ژانرونو سره آشنا کېږي او پخپله یې هم د لیکلو تمرین کوي.
زموږ یوه عمده ستونزه دا ده چې اکثره کدرونه مو په خپل مسلک کې ان یوه مقاله هم نه شي لیکلی. ښه ډاکتر به وي، تکړه انجینر به وي، په حقوقو کې به یې ډېره تجربه وي … خو په خپله ژبه هېڅ نه شي لیکلی. دوی ګرم ځکه نه دي چې په ښوونځي کې ورته د لیکلو چلونه نه دي ښوول شوي. که دغه نوي کتابونه ښه تدریس شي، نو له دې جنجاله به خلاصېږو.
دغه کتابونه د یوه کال په مخه په آزمایښتي بڼه د کابل، جلال آباد او هرات په څو ښوونځیو کې تدریسېږي. وروسته بیا سروې او ارزونه کېږي. د کتابونو احتمالي ستونزې او نیمګړتیاوې لرې کېږي او بیا به په ټولو ښونځیو کې د همدې کتابونو ښوول پیلېږي.
که کتابونه هماغسې ولیکل شي چې آګاتا یې غواړي نو یقیناً دا به زموږ د پوهنې په تاریخ کې بهترین کتابونه وي.
مېرمن آګاتا د ګڼ ژبیزو زده کړو (Multilingual Education) متخصصه ده. د بریتانیا له Leeds Metropolitan University څخه یې په تطبیقي ژبپوهنه کې ډکتورا اخیستې او د هالند او بریتانیا له څو نورو پوهنتونو څخه د ژبې، ښوونې او روزنې په څانګو کې څو ماسټرۍ لري. په کینیا، یوګندا، یوتوپیا، ګانا، نایجریا، تانزانیا، سوریه، پاکستان، نیپال او افغانستان کې یې د څه باندې ۴۵ ژبو د تعلیمي پروګرامونو په جوړولو، څارلو او ارزولو کې همکاره پاتې شوې ده. دې د لوستلو د پرابلمونو په برخه کې څېړنې هم کړې او مناسبې حل لارې یې ورته موندلې دي. مېرمن آګاتا د همدغو تجربو او څېړنو په رڼا کې په لیک لوست کې زموږ د ماشومانو د ستونزو د لرې کولو په هدف، د لومړنۍ دورې لپاره مناسبه طرحه جوړه کړې ده.
زه فکر کوم که مېرمن آګاتا تر دولسم ټولګي پورې د ژبو د کتابونو د لیکلو میتودونه برابر کړي نو هر دولسم پاس به مو پر خپلې مورنۍ او دوهمې ژبې پوره برلاسی وي. همدارنګه د هېواد د نورو ژبو ویونکو ته د پښتو او دري کتابونو د لیکلو په برخه کې ګټور کار کولی شي. هیله ده چې زموږ د پوهنې وزارت هڅه وکړي چې مېرمن آګاتا د ډېر وخت لپاره ولري.
له مېرمن آګاتا څخه ډېره مننه کوم چې زموږ یوه بنیادي ستونزه یې راحل کړه. زموږ راتلونکي نسلونه به مېرمن آګاتا د خپل اولس د خدمتګارې په حیث په یاد ساتي.