دا هغه موټر دی چې اغلې بارکزۍ پکې سپره وه
تاند- د افغانستان د ولسي جرګې مخکښې غړې او نوموتې سیاستوالې شکریې بارکزۍ وروسته له دې چې له یوه تروریستي بریده وژغورل شوه، وویل چې د خلکو په دعاوو ژوندۍ پاتې شوه.
پر شکریې بارکزۍ، چې د ډېرو په وینا په افغانستان کې د هغې د فصاحت او خوله ورتوب ساری کم لیدل کېږي، نن په داسي حال کې تروریستي برید وشو چې ملي شورا ته روانه وه.
په دې برید کې شکریه بارکزۍ ژوبله شوې خو ویل کېږي چې ټپونه یې برسېرن دي.
مېرمن بارکزۍ په روغتون کې رویټرز خبري اژانس ته وویل:«زه د خپلو خلکو په دعاوو روغه پاتې شوم.»
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې په برید کې درې ملکیان وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د اغلې بارکزۍ لور وژل شوې خو دا خبره وروسته رد شوه.
مېرمن بارکزۍ د هغه ټیم غړې ده چې د کابینې د غړیو د معرفي کولو لپاره د ولسمشر اشرف غني له لوري د عبدالله عبدالله له ټیم سره خبرې کوي.
د دواړو ټیمونو ترمنځ د نوې کابینې پر سر اختلاف تراوسه پوري حل شوی نه دی. په داسي حال کې چې د ولسمشر غني ټیم د کابینې او حکومت د غړیو له وېش سره مخالفت کوي، د عبدالله عبدالله ټیم د نیمايي چوکیو غوښتونکی دی.