یو بل په ډالیو نازول د مینې، محبت، ګرانښت او وفادارۍ سبب کیږي، کله چې څوک یو چا ته ډالۍ ورکوي حتی که هغه ډېر کم ارزښت هم ولري مقابل کس ډېر د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي، ډېری وخت خلک یو چا ته د بریا، پرمختګ او بل کوم داسې کار په بدل کې ورکول کیږي چې د هغوی د شهامت او زړورتیا ښودنه کوي، ځينې وخت باید ځينې کسان پرته له کوم دلیله په ډالیو ونازول شي ځکه د ډالۍ وکړه د خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګېدو او د صمیمیت سبب کیږي.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې مېرمنې په ډالیو نه نازول کیږي، حتی ځینې کسان خپلو مېرمنو ته د ډالیو ورکړه شرم بولي، هغوی د ډالۍ په ورکړه ځان کم احساسوي خو نه په ګډ ژوند کې د ډالیو ورکړه ځانګړی ارزښت لري، ډالۍ کولی شی د خاوند او میرنې ترمنځ ګڼو ستونزو او شخړو ته د پای ټکی کیږدي او پرځای یې مینه، محبت او صمیمیت پیدا کړي، هر خاوند باید خپله مېرمن په ډالیو ونازوي، ځینې وخت د یوې بریا او پرمختګ په بدل کې او ځینې وخت پرته له کوم دلیله، دا چې ډالۍ په ګډ ژوند کې دومره ارزښت لري نو باید هر خاوند پردې پوه شې د مېرمنې لپاره کوم څېزونه ډالۍ کړي، موږ د هغه مناسب څېزونه یادونه کړې چې باید خاوند یې خپلې مېرمنې ته ډالۍ کړي او هغه د تل لپاره خوشاله وساتي.

۱-ګل

ګل نه یوازې د خپلې مېرمنې لپاره غوره ډالۍ ده بلکې ټولو هغو کسانو ته چې مینه ورسره لری ښکلې ډالۍ ده، د ګلونو ګېډۍ یو چا ته په ډالۍ کې ورکول دا مانا لري چې هغوی درته ځانګړی ارزښت لري.

۲- طلا او زېورات

مېرمنې طلا او زېورات ډېر خوښوي، نو تاسو هم خپلې مېرمنې ته مو په ډالۍ کې سیټ، لاس بند، ګوتمۍ، غوږولۍ او داسې نور … وپېرئ او په مینه مو یې مېرمنې ته ډالۍ کړئ.

۳- کتابونه

که مو مېرمنې د کتاب له لوستلو سره مینه لري نو ښکلي او په زړه پورې کتابونه ورته وپېرئ او ورته ډالۍ یې کړئ، خو د کتاب په انتخاب کې مو پام وي، ښه ده چې د ماشومانو د رزونې، پخلي، لنډې کیسې او داسې نور کتابونه ورته انتخاب کړئ.

۴- کېک او نور خواږه

د مېرمنې د بریا او پرمختګ په پلمه مو جشن جوړئ، د جشن د ښکلا او د مېرمنې د تشویق په خاطر مو یو کېک جوړ کړئ، د مېرمنې نوم مو هم پرې ولیکئ او د کورنۍ له غړو سره یې یو ځای نوشي جان کړئ.

۵- عطر

عطر هم یو له غوره ډالیو څخه دي، ښکلي او نرم بوی لرونکي عطر انتخاب کړئ او مېرمنې ته مو یې په موسکا ډالۍ کړئ.

۶- د کور او پخلنځي وسایل

دا چې ښځه په کور کې ډېر وخت تیروي نو سرو کار یې هم د کور او پخلنځي له وسایلو سره وي، لاړ شئ د کور او پخنلځي اړین وسایل وپېرئ او مېرمنې ته مو یې ډالۍ کړئ او ورته ووایئ ها دا چې تل کور پاک او منظم ساتې او په پخلي کې پوره هڅه کوې دا د هم ډالۍ!.

۷- لاسي ساعت

که څه هم اوس ډېرې مېرمنې له مبایل نه استفاده کوي لاسي ساعت نه کاروي ، خو بیا هم ځینې مېرمنې شته چې ساعت په لاس کوي، که مو مېرمن ساعت په لاس کاوه نو یو ښکلی ساعت او پېرئ او مېرمنې ته مو یې ور په لاس کړئ.

۸- بټوه

په دې ورستیو کې د ښځو په زړه پورې او په ښکلي رنګونو بټوې بازار ته راغلې، دا چې بټوه د هرې مېرمنې لپاره اړینه ده نو ښه ده چې تاسو هم یو ښکلی رنګ بټوه انتخاب کړئ او مېرمنې ته مو یې ډالۍ کړئ.

۹- جامې

ښځې جامې ډېرې خوښوي او غواړي چې نوي سټایل او ډیزاین جامې واغوندي، تاسو هم يو ښکلی رنګ او ډیزاین جامې وپېرې او مېرمنې ته مو ډالۍ کړئ.

۱۰- سینګار توکي

دا چې هره مېرمن سینګار کوي او سینګار کول یې خوښیږي، نو تاسو هم لاړ شئ، له دوکانونو د باور وړ کمپنیو د سنګار د توکو یو سیټ وپېرې او مېرمنې ته مو ډالۍ کړئ.

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *