تاند- د جرمني د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د جرمني اوسنۍ صدراعظمه انګیلامیرکل به بیا هم د دغه هیواد صدراعظمه شي.
د انتخاباتو پایلې ښيي چې د مېرمن میرکل په مشرۍ مسیحي محافظه کار د یموکرات یا زوړپال ولسواک ګوند، چې مېرمن میرکل یې مشره ده، څه باندې ۳۲ سلنه رایې ګټلي او تر دې دمه مخکښ دی.
خو د مېرمن میرکل ګوند د جرمني د پارلمان په ملي جرګه کې اکثریت نه دی ګټلی او باید د حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره ايتلاف وکړي.
د نظرپوښتنو له مخې، چې له رای اچولو وروسته شوې، د مېرمن میرکل سیال ګوند سوسیال دیموکرات، چې مارتین شولتز یې مشر دی، په سلو کې ۲۰ رایې خپلې کړي دي.
د جرمني لپاره الترناتیف، چې د مسلمانانو خلاف او سختدریځی ګوند دی، په سلو کې ۱۳ رایې ګټلې دي.
جرمنيان په داسې حال کې یوه ښځه د څلورم ځل لپاره خپله صدراعظه ټاکي چې د سعودي عربستان یو ملا ټینګار کوي چې د ښځې عقل نیمګړی دی او باید موټر ونه چلوي.