تاند- امریکا د افغانستان په اړه د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان نیازي څرګندونې د امېد وړ وبللې.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا مرستیالې الیس ویلز وویل، داسې ښکاري چې د پاکستان له نوي حکومت سره په اسانه کار کېدای شي او د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د ښه کېدو امکان شته.
دې په عین حال کې د ولسمشر ټرمپ غوښتنه تکرار کړه، ویې ویل چې پاکستان باید د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې خپل رول ولوبوي.
عمران خان له صدراعظم کېدو وروسته ملت ته په لومړنۍ تلویزیوني وینا کې وویل چې د هند او پاکستان له اختلاف او ستونزو څوک سترګې نه شي پټولی خو افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او باید په خپل منځ کې جوړ راشي.
مېرمن ویلز، چې تراوسه یې څو ځلې د طالبانو د قطر د دفتر له مشرانو سره کتلي، ټینګار وکړ چې د ولسمشر ټرمپ حکومت تر هر څه زیات د جنوبي اسیا په سیمه کې د امنیت غوښتونکی دی.
د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیرې دا هم وویل چې ژر به د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان ته لاړ شي او له عمران خان سره به وویني.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې لومړنی بهرنی سفر به یې افغانستان ته وي او د دې سفر په لړ کې به هڅه وکړي چې د دوو هیوادونو اړیکې ښې شي.