ملینا ټرمپ او ولسمشر ټرمپ

تاند- د امریکا لومړۍ مېرمن ملینا ټرمپ، چې د انترنیټ یا ټولنیزو رسنیو له لارې د ځورونو پر ضد یې کمپیان پیل کړی، وايي چې پخپله له دې لارې تر ټولو زیاته ځورل شوې ده.

مېرمن ټرمپ د امریکا له اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل«ویلی شم چې ما په ټوله نړۍ کې تر بل هر چا زیاته ځوروي.»

دې په عین حال کې له هغو ښځو وغوښتل چې ادعا کوي له جنسي پلوه ځورول شوي چې سند وساتي او د ادعا په وخت سند وښيي.

ارواپوهان وايي، په ټولنیزو رسنیو کې عموماً هغه کسان ډېر ځورول کېږي چې د کمترۍ احساس لري او د محرومیتونو له کبله عقده من وي. دا ډول کسان عموماً هغه کسان ځوروي یا سپکې سپورې ورته لیکي چې په ټولنه کې مطرح وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *