خان ولي خان بشرمل

د بشرپېژندنې او لرغون پېژندنې له مخې د بشريت پيل له افريقا څخه ۲.۵ ميليونه کاله مخکې راپيل شوی دی. د چارلس ډارون، ساراټيشکوف او رچرډ ډاکن له څېړنو څخه همداسې ښکاري ،چې لومړی بشر د افريقا څخه و او دوی دا هم مني چې لومړی مادري نظام واک درلود او ډېرو خلکو به له ځان سره د مور نوم کاراوه. د پلارني نظام په پرتله مادري  نظام ډېر پرمختللی او سوله ييز و.

استاد سبط حسن په خپل کتاب (د تېرشوي وخت هدېرې) کې ليکې، چې په لومړيو وختونو کې بشري وحشي ټولنې په کوچنيو کوچنيو قبيلو وېشل شوې وې، چې واک يې مېرمنو درلود. شايد د دوی د سرپرستي يو عمده علت دا هم و، چې دوی د انسان د توليد او ساتنې کار ورکاوه . سړي له دې څخه خبر نه و، چې د بچيانو په زېږېدو کې  دوی هم ونډه لري .همدارنګه دوی ځانونه په دې هم له مېرمنو ښکته ګڼل،چې مېرمنو به شپه ورځ په پټيو کې زيار باسه او دوی به په کور ناست د ښځو د لاسونو روزي خوړه. دوی به کله کله په ښکار پسې ووتل،دا کار به هم توکلي وه، کله به ښکار پيدا او کله به نه پيدا کېده. البته د ښکار شويو ځناورو څخه به ښځو څرمن لرې کوله او د دې وړ به يې کړه، چې ټولې قبيلې ته به د خوراک وړ ګرځېدله.

وروسته چې سړيو د ښکار په کولو کې مهارت پيداکړ،نو بيا به دوی کور ته دا حيوانات راوړل اوښځينه طبقې به پاکول، چې وروسته له دې د څرمنو کاروبار رامنځته شول. دا د بشر په لومړنيو کاروبارونو کې ګڼل کېږی. له دې خبرې څخه دا مالومات لاس ته راځي،چې مېرمنې د اقتصادي او ټولنيزو اساساتو په کېښودلو او تشکيلاتو کې له سړيو څخه ډېر کار کړی دی او سړيو يوازې له خپل طبعي او جسماني ځواک څخه غير عقلي او عادي ګټه پورته کړېده، چې د ټولنې تکامل ته يې ډېر کم څه په ور برخه کړی دي؛ خو مېرمنو د خپل ضعيف بدن او نازک جسامت په زور ډېر څه تخليق او اختراع کړي دي. همدا علت دی چې د مادري نظام ډبره دې شيانو ايښې وه او دا چې تر ډېر حده پورې کاميابه وه.

سړيو به هره مشوره او خبره له مېرمنو سره شريکوله او د قبيلې ډېر واک به له مېرمنو سره و. د دوی امر به چلېده، دوی به د ډېرو شيانو پرېکړې پر خپل سر کولې، چې اوس هم دا ډول قبيلې په اسټراليا او امريکا کې شته. هلته سړی  دا خيال کوي چې د هر څه مسووليت د مېرمنو په غاړه دی او بيا دا چې دوی تر اوسه پورې په دې باور دي، چې دوی د اولاد په راوړلو کې هيڅ ډول رول نه لری؛ دا چې څنګه اولاد منځ ته راځي ،يوازې ښځه کولای شی  په دې  راز پوه شي. دا ډول نظام په هغه قبيلو کې تر سترګو کېږي ،چې د کرنيز انقلاب څخه مخکې يې تکامل نه وي کړی اوپه زړو رواياتو او دودونو کې را ګير وي.  ښه مثال يې نن هم تر سترګو کېږي چې د آسام او ختيځ پاکستان سرحدي سيمې دي.

اوس پوښتنه دا را برسېره کېږي، چې د مېرمنو دا واکمني څرنګه له منځه ولاړه. جدلياتي فلسفيان(ډياليکټي فلسفيان) وايي، چې هيڅ يو نظام تر هغه نه ړنګېږي يا له منځه نه ځي، تر څو د دغه نظام فرسوده ګۍ يا په دې نظام کې د اصلاح ګنجايش ورک شوی نه وي او بل له دې معاصر نظام تر هغه نه شي راتلای، تر څو يې په تل کې د دغه نظام ځای نيونکي عناصر پاخه شوي نه وي، چې دا خپله د نظام ټولنيزې او اقتصادي ودي سره تړلي شيان دي. څه د پاسه لس زره کاله مخکې کرنيز انقلاب دا وکولای شول، چې ټولنه له بربريت او وحشت څخه راوباسي او همداسې وشول.

د وخت په تېرېدو د ټولنې توليدي ريښې او وسايل په بدلېدو شول، د ټولنې په تل کې پټ عناصر د تکامل له امله په بدلېدو شول او نوي نظام ته لاره هوارېده‎، خو په دې وخت کې چې کله د توليد په برخه کې د توليد رامنځته کولو عناصرو ترمنځ مخصمانه(متضاد) کيفيت پيدا شو، نو هغه دا و چې توليد بايد زيات شوی وای، ځکه چې اوس په دې وخت کې بېلا بېلو قبيلو په خپل منځ کې د راکړې ورکړې پر بنسټ ځينې توليداتي خپلمنځي ريښې رامنځته کړې وې، نو اوس هغه قبيله ډېره واکمنه او مالداره ګڼل کېده چې ډېرتوليدات به يې درلودل.

دې توليداتي تضادونو يو رقابت رامنځته کړ، چې په دې رقابت کې مېرمنو ونشوای کولای چې له سړيو سره پخوانی ټولنيز تړون ولري. ورځ په ورځ هغه کرنيز هنر چې مېرمنو سړيو ته ور زده کړی و، د سړيو لاس ته ولوېد. کله چې سړيو په دې هنر کنټرول تر لاسه کړ، نو مېرمنو هم د خپل ضعيف جسامت له امله ونه شوای کولای چې ډېر وکري او  ورېبي. همدا خبره ده چې هر چېرته د توليداتي عناصرو لوړ معيار وي همالته کورنۍ ريښې، اخلاق، واک او کيفيت هم ډېر لوړ وي. همدا علت و، چې مېرمنې له واک څخه وپرځول شوې او پر ځای يې پلرنی نظام راغی.

نن هم که د مېرمنو شاليد ته وکتل شي، نو واقعاهغه نظام په تاريخي ډول ډېر څه کړي دي او نن هم زياتره سړي د خپلو ښځو سره په پټه او ډاګه مشوري کوي، له دوی څخه په ډېرو معاملو کې وېره لري او په معاصر دور کې خو ډېری مشاورانې او مرستيالانې مېرمنې دۍ، چې د سړيو سره مرسته کوي او د دوی ډېر کارونه د دوی په پرتله په لا ښه توګه تر سره کوي.

په تاسف سره د مېرمنوسره په ختيځ او غرب کې روان  متعصب روش ډېر د غندنې وړ دی. دوی لا تر اوسه مېرمنې انسانان نه ګڼۍ. دملايانو لپاره ښځې په توره چادري کې يو بې حسه جسم دی، دوی دومره هم نه شي زغملی ،چې يوه ښايسته سپين مخې پېغله وګوري او پر خپلو احساساتو کنټرول ومومي. اصلا د دوی دا ډول احساسات چې ښځې بايد پر کور کېني، پرده وکړي او د باندې رانه شي، يوازې د دوی له اسلام سره خوا خوږي يا مذهبي احساسات نه دي ،بلکې دا د دوی جنسي خواهشات دي چې  دوی يې نه شي  کنټرولولی.

په اسلام کې لا تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې په يو لک څلوروېشت زره پيغمبرانو کې څومره مېرمنې تېرې شوې دي ،خو که د دوی څخه د دې ډول معاملې په اړه  پوښتنه وشي، نو مستقيما د کافر فتوا درباندې لګوي او افغانانو ته چې راشي ،نو دوی خو بيخې د مادري نظام ټکی اورېدلای نه شي . که د دوی سره د ښځو د حقوقو د دفاع په اړه خبرې وشي ،نو دوی دغه ډول سړی د ښځې غلام ګڼي. نو له دې معلومه شوه چې موږ په ټولنيزه توګه څومره وروسته پاتې يو، له نيم څخه زيات نفوس مو په کور زنداني کړی دی ،ځکه چې موږ  د  کرنيز نظام په ورستيو پړاونو کې ژوند کوو.

بل لوري ته که غرب ته وکتل شي، نو دوی هم مېرمنې د خپل ځان سره په دې خاطر درولې، چې دوی ته د ۱۸۴۸ صنعتي انقلاب وروسته دتوليداتو لپاره د فردي ځواک اړتيا وه، همدا علت وه چې وروسته په لويه کچه په اروپا کې د توليداتو رامنځته کېدلو او بيا ختيځو هېوادونو ته په لوړه بيه صادرېدلو نړيوالتوب ته ځای ورکړ. دې شيانو وروسته د چارلس ببيج په مرسته د کمپيوټر اختراع ته لاره هواره کړه. اوس ښځو ته د پردې نه کولو اجازه له کليسا څخه په داسې حال کې واخيستل شوه، چې په اروپا کې د خوراکي قحط تر څنګ د لباس کمښت هم رامنځته شوی وه، همدا علت و  چې مېرمنو ته د سکرټ اچولو امر وشو، خو دا يوازې په تودو اروپايي سيمو کې و.

وروسته مېرمن د بازار ښايست، مال او جنس وګرځېده. د فرويډ له وينا او ليکنو وروسته په رسمي توګه د سيکس وسيله وګرځېده؛ علت يې د اروپا اخلاقي بحران نه و، بلکې اقتصادي بحران و، ځکه چې د مارکس له نظره هيڅ شی، لکه اخلاق، ريښی، ناسته پاسته، راکړه ورکړه، علم او روحانيت له اقتصاد څخه پورته کېدای نه شي . نن هم د اروپا په بازارونو کې تر ټولو لوی کاروبارد جنسي خرڅون (پروسټيچيوشن انډسټري)دی. نن هم  په امريکا کې هغه معصومې جينکۍ چې عمرونه يې د دولس او ديارلس کلونو تر منځ وي ،د جنسي تېري ښکار کېږي او د کال په تېرېدو سره د حمل په راوړلو  کې ګېرېږي.

له هرو څوارلسو ثانيو وروسته په امريکا کې په يوې پېغلې  جنسي تېری کېږي. په ټوله اروپا کې مېرمنې د جنسي تېريو لاندې راځې، دوی د حمل په صورت کې هم د ماشينونو په څېر کارول کېږي. له دوی څخه اولادونه په غير عادلانه توګه اخيستل کېږي او د جنګي پوځيانو په ليکو کې شاملېږي، چې وروسته دوی ته معاوضه ورکول کېږي،ځکه چې دغه ډول قوتونه چې دوی دې کارو ته اړ باسي ډارېږی چې مېرمني د دوی پر ضد مقاومت يا بغاوت ونه کړي.

عربو ته که راشو،نو دوی له ټولو وحشي خلک دي. زموږ ګران پيغمبر خو هغه وخت د ټولو مشکلاتو تر څنګ مېرمن وژل، وهل او غلامول بد کار وګاڼه او د دې کار د نه کولو په صورت کې يې خلکو ته د جنت د مزو زېری ورکړ؛ حال دا چې د يونان لوی فلسفيان لکه اپلاتون او شاګرد يې ارستو  د ګران پيغمبر له دور څخه اوه سوه کاله مخکې په  دې معامله چوپ څه چې غلامې يې د دولت د کارو لپاره اړينه وګڼله.

پيغمبر(ص)  د خپلې خوښې په شيانو کې مېرمن او لمانځه ته  ځای ورکړی و او تل به يې دا دوه شيان د خلکو په مخکې ستايل ، خلکو ته به يې نصحيت کاوه چې ګورئ د خپلو ښځو سره ظلم ونه کړئ. اوس راشئ د سعودي شيخانو ته، شهزاداګان په دې نه دي خبر چې څومره زامن او مېرمنې لري. د امريکا او سعودي نکاح تړونکی شاه عبدالعزيز چې تر ټولو ښه او ښاغلی ګڼل کېږی له دوه سوه څخه زياتې مېرمنې درلودې. نوموړي ته معلومه نه وه، چې د بچيانو ښوونه او روزنه يې څنګه روانه ده.

دنن شيخان دعياشۍ په خاطر اروپا ته ځي، پېغلې په سعودي کې په صحرايي سيمو کې په زوره د قران مجيد تلاوت نه شي کولای، ځکه که چېرته کوم مالدار شيخ دا تلاوت يا قرائت دباندې  واورېد، نو سم دلاسه دا پېغله  په درهم اخلي ،  که چېرته دا پېغله سرکشه وي ،نو په زوره به واخيستل شي او جنسي تېری به ورسره د دغې جينۍ د خوښې پرته ترسره شي.

 دا شيخان زموږ هېواد ته راځي ، جهاد کوي او د خپلو ناپاکوخواهشاتوپه خاطرافغانه پېغله له ځان سره سعودي ته بيايي او د خپل خوند مرکز يې ګرځوي. دوی ته خو هسې نکاح کول او طلاق ورکول يو عادي  شی ښکاري، نو همدا علت دی چې زموږ د افغانانو پر دين ډېر مينتوب ډېرې ښايسته، اسلامي، دنګې، لوړی او غيرتي پېغلې د افغان جهاد مشرانو په شيخانو خرڅې کړې او اوس دوی په عرب هېوادونو کې د غم  ژوند تېروي، چې په دې کې له اوياسلنې څخه ډېرې پېغلې طلاقې شوې دي او د غربت او تنګلاسي ژوند تېرولو ته اړې شوې دي.

د مېرمنونړيوال لوړمقام  موږ نه په زاريو تر لاسه کولای شو، نه د قوانينو په جوړولو او نه د موجوده توليداتي قوتونو په زور چې هدف يې ګټه، ګټه او بيا ګټه!!!

دوی ته مور، خور، ماشوم، انسان او اخلاق هيڅ ډول مانا نه لري، البته هر هغه کار چې د دوی ګټه حتمي کوي، ښه او ګټور دی. د دوی لپاره ښايست، جماليات، ښه خوی او سپېڅلې مينه هيڅ مانا نه لری. د مارچ د اتمې د لمانځلو سمه لاره دا ده چې د ميشتو مېرمنو ترمنځ پروت متعصب ديوال له منځه يوړل شي.  يوه لوري ته خو يوازې د اروپا مېرمنې څلوېښت ميليارده ډالر پر خپل سينګار مصرفوي او بل لورې ته خلک له لوږې مري. د اروپا مېرمنې څه دپاسه دوه سوه ميليارده ډالر پر شرابو، نشو او مزو مصرفوي او بل لورې ته موږ کولای شو چې په دې پيسو د افريقا د ماشومانو اتيا سلنه لوږه له منځه يوسو.

راځئ چې په ريښتيا مېرمنې او ټول انسانيت له وحشت، نفرت او لوږې خلاص کړو، چې په ريښتيا هم وکولای شو د ژوند لپاره نه، بلکې د تخليق لپاره ژوند وکړو.

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *