تاند- د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلیري کلنټن ویلي چې دې هڅه کړې وه چې امریکايي پوځي بو بریګدال خوشي شي خو دا مسله یې درک کوله چې د بریګدال له برمته کوونکو طالبانو سره به د خبرو زغمل د امریکا لپاره سخته وي.

بریګدال د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د پنځو طالب بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشي شو.

پر دې موضوع د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما زیات انتقادونه شوي دي.

د مېرمن کلنټن د خاطرو کتاب، چې «سخت انتخابونه» نومېږي، دوې ورځې وروسته یعني د راتلونکې سې شنبې په ورځ خپرېږي.

سي بي ایس، چې د دغه کتاب یوه نسخه پېرلې ده، وايي چې د مېرمن کلنټن د خاطرو د کتاب یوه برخه د نن سبا له موضوع یعني د بو بریګدال د خلاصون له هلوځلو سره تړاو لري.

مېرمن کلنټن په مختلفو وختونو کې د بریګدال د خوشي کولو لپاره هڅې کړي دي.

د سي بي ایس د راپور له مخې، مېرمن کلنټن لیکلي:«د بندیانو په اړه په هرو خبرو کې، موږ د خپل پوځ د سرتېري بو بریګدال، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ونیول شو، د خلاصون غوښتنه کړې ده. دا مو ویلي چې د بندیانو په اړه به هیڅ موافقه تر هغو ونه شي چې بریګدال خپل هیواد ته نه وي راغلی.»

مېرمن کلنټن د خپلو خاطرو په کتاب کې همداراز لیکلي:«لکه څرنګه چې مې پخوا په ځلونو ویلي دا تاییدوم چې له ډېرو کلونو وروسته د زیاتو امریکایانو لپاره به له طالبانو سره د خبرو د پیلولو زغمل ګرانه وي.»

د ګوانتناممو له بنده د پنځو طالب قومندانانو په بدل کې د بریګدال د خلاصون پر معاملې په امریکا کې انتقادونه شوي او ویل شوي چې دا به د بد دود بنسټ کښېږدي.

له قطر سره د امریکا د موافقې پر اساس به طالب بندیان تر یوه کال پوري په قطر کې وي او له دغه هیواده بهر ته به تللی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ