تاند: د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي، افغانستان کې د پایداره سولې سره د مرستې اراده او په دې برخه کې باور جوړونه خورا مهمه ده.
مېرمن مېرکل په دې تړاو له افغان حکومت او امریکا څخه د یوې کارنده سیاسي حل لارې د را ایستلو غوښتنه کړې ده چې په وینا یې دا کار باید د باور جوړونې لپاره له مننې څخه پيل شي.
نوموړې ویلي هیله منه ده، چې د قطر دوحې وروستۍ ناسته به د سولې پروسې ته لا زیات سرعت ورکړي.
د یادونې ده چې د قطر دوحې ناسته د المان او قطر په کوربه توب راجوړه شوې وه او دغه هیواد ویلي دي هڅه به وکړي چې د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
