تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر وايي، د طالبانو پر ضد به جګړه تر هغې روانه وي چې د سولې هوکړه لاسلیک شوې نه وي.

 ښاغلي مېلر په بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې وروسته په یو خبري کنفرانس کې ټینګاروکړ چې په افغانستان کې سوله د اکثریت غوښتنه ده.

نوموړي داعش د افغانستان او نړۍ لپاره خطرناکه پدیده وبلله او زیاته یې کړه چې د منځني ختیځ داعش د افغانستان له داعش ډلې سره اړیکې لري.

په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان ددفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد بیا وویل چې له اوربند پرته له طالبانو سره د سولې هیڅ ډول هوکړه ممکنه نه ده.

 په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي هم ویلي چې د افغانستان په اړه د ناټو د ملاتړ او ماموریت د دوام په اړه د دفاع وزیرانو ژمنې د پام وړ وې.

نوموړي وویل، ناټو به تر ۲۰۲۴ کاله پورې نه یوازې د افغانستان د پوځ مالي ملاتړ کوي بلکې په روزنیزه برخه کې به هم ورسره همکار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *