پاس د غونډۍ په سره د خپل کور په انګړ کې ناست و، ښکته کلي ته یې کتل. کلی سوړ او بې روحه ښکاریدو، لمر لکه مرور ماشوم په شا شا روان و، ورسره  هوا هم ورو ورو سړیده او مازدیګری سوز په لګیدو شو. ده غوښتل چې یوه په زوره چیغه وکړي چې ټول خلک له کورونو څخه رابهر کړي، ښايي له دې سره بې یې دا تمه وه چې د کلي هغه پخوانۍ جوش او خوښي یو ځل بیا را ژوندۍ کړي.

نن بازار ته تللی وو د څو انډیوالانو په دوکانونو یې وګرځيد خو هیڅ ځای یې زړه ښه نه شو هر ځای بد خبرونه و، بد خبرونه څه چې ډير ناهیلې کوونکي خبرونه. یوه دوو خو یې ورته وویل چې خپلې کډې یې تړلې، نور له وطنه کډه کوي او ځي او بیا یې ده ته هم مشوره ورکړې وه چې ته دې هم خپل بار او بستره وتړه او له کورنۍ سره دې چیرته بل ملک ته لاړ شه. همغلته په خپل نیت کې زړه نازړه شوی و، خو بیا یې هم سل زړونه سره یو کړل او د نیالګیو د خرڅونکي په لور ورغی، د څو ونو نیالګي یې راوخیستل ښه یې ښکته پورته ورته کړل، بیا یې بیه ورسره جوړه کړه، چې ګیډۍ یې کړل پلورونکی له بل کس سره په خبرو شو دی ورو ترې روان شو او د کور په لور لاره یې ونیوه، ښه ډير لاړ بیا یې څه په زړه کې وروګرځيدل ورغی نیالګي یې بیرته قوده کړل او بیه یې ورسره خلاصه کړه.

همدا د انډیوالانو خبرو یې تر اوسه په غوږو کې انګازې کولې.

دا وطن  نه وطن کیږي ښه به دا وي چې ترې لاړ شو….نور دلته ژوند نه کیږي باید یوه چاره وکړو….. ته هم یوې خواته کډه وکړه…..

خپل ژوند او کار ورته بې هدفه ښکاره شو، په زړه کې یې راتیر شول چې له مور او میرمنې سره یې د وطن د پریښودو په اړه خوښه وکړي.  د څاه تر خوا کښیناست، د څاه په خوله ایښي بیلر ته یې تکیه وکړه، د اسمان په لور یې سترګې ونیوې لکه د یوې ډيرې لرې زمانې په اړه چې فکر کوي داسې لرې زمانه لکه  ده چې هیڅ  لیدلې نه وي او یوازې یو وخت یې کله په خیال کې ورغلې وي یا یې ارمان کړی وي. له ځانه تاو کړی پټو ورته د بندي خانې په څير ښکاره شو لکه دواړه لاس یې چې ور تړلي وي او هیڅ هم نه شي کولی، زړه یې نور هم تنګ شو.

سترګې هماغسې په هغه زمانه کې ورکې وې چې مخامخ په ونه کې ناستې مرغۍ ته یې پام شو په لغړه ونه کې یوه مرغۍ ناسته وه مرغۍ به کله په لغړ ښاخ ټونګه ووهله کله به یې دوه دېری قدمه واخیستل بیا به یې مخ بل پلو واړوه بیرته به یې خپل پخواني ځای ته راستنه شوه، بیا به یې ښاخ ته ټونګه ورکړه. د ده ښه ډير وخت ورته پام وو لکه ساعت یې چې ښه ورته تیر وي سر یې لږ سپک شو، ښکته یې وکتل بیا یې چې پورته وکتل، دا ځل یې د ونې په بل ښاخ کې سترګې ښخې کړې څو وچې پاڼې په کې ځړیدې، په فکر کې شو او له ځانه یې وپوښتل چې دې پاڼو به ټول ژمی په همدې ښاخ کې تیرې کړې وي. بیا یې له ځان سره وویل(له خپلې مېنې تیریدل دومره اسانه نه دي نه مرغۍ په اسانۍ ترې تیریدی شي نه پاڼه) په زړه کې څه امید پیدا شو یخ باد ولګید ده د کور د برنډې په لور وکتل لمر په دیوال هسک وو زړې مور یې چې ټوله ورځ یې پیتاوي ته تیره کړې وه  لمن ټک وهله، جای نماز یې په سر واچاوه په کوټه ننوته، کړکۍ ته یې وکتل نوې او رنګ کړې کړکۍ یې ورته وبریښدې دا یې همدا تیر منی رنګ کړې وې تر اوسه داسې ښکاریدې لکه پرون یې چې ایښي وي نوې او پاکې.

تمه یې په زړه کې ډيره شوه، یوم یې راواخیست ځای یې ښه ژور کړ د میوه لرونکو بوټو نیالګيو ته یې لاس کړ، بیرته یې پریښودل د صبر ونې نیالګۍ یې راواخیست د څاه تر څنګه په ژور ځای کې کیښود بیا یې خاورې پرې وراړولې او په یوم یې ښې وتکولې. لمر او غر وو ښځې یې پرې غږ کړ په بدنۍ کې مې د اوداسه اوبه اچولې سړیږي. لکه چې لمونځ درنه هیر دی!؟

یوم یې کیښود پاس برنډې ته وخوت له پاسه یې د نوې کرلې ونې په لور وکتل شنه او تازه ورته ښکاره شوه، زړه یې هوس وکړ، له ځانه سره یې وویل: همدا مې د پلار نیکه مېنه ده نه ترې تیریږم. څو ټوټې وريځ په اسمان کې راښکاره شوه او غټ غټ څاڅکی باران شو، ونه داسې ښکاریده لکه سړي چې څادر په دواړو لاسو کې، لاسونه یې ښکته ځړولي وي ، پاس اسمان ته ګوري او د باران ننداره کوي. ایله یې زړه سپک شو.

————————-

د اغلې غني نورې لیکنې

One thought on “مېنه / لیکواله: نعیمه غني”
  1. مېنه
    اغلې غني خورې درنښتونه
    لمر لکه مرور ماشوم پر شا روان و، ښايسته او ښکلې تشبه او له بله لوري زموږ د ټولنې د ځوان قشر هغه ټولو ستونزو ته پکې نغوته شوې وه، چې ډېری وخت زموږ ځوانان د اروپايي هيوادونو ته مخه کوي، ددې لپاره چې هلته د ژوند له رنګنيو خوند واخلي.
    زموږ په ټولنه کې خو طبيعت کلونه کېږي، چې مرور دی، کلونه کېږي، چې جنګ جګړو رانه ټولې هيلې اخيستې دي، کلونه کېږي، چې بې له وژنې او کړونې بله کيسه پر ژبه نه لرو.
    ما زیاتې کيسې لوستې دي، چې تر ډېره يې کرکټر د ستونزو قرباني ګرځي، ستونرو او ننګونو ته تسلميږي، ډېری وخت کيسه د هغه پر مرګ ختمېږي.
    خو ستاسې اغلې کيسه ډېره ښکلې له همدې امله ده، چې کرکټر بل هيواد ته د تلو نيت کوي، خو په ونه کې ناسته مرغۍ او په ونه پسې ځړېدلې ژېړې پاڼې دی همدې ته هڅوي، چې له خپل تصميم نه تېر شي په خپله مېنه ګلونه وکري، په بله مېنه که سړی سل کلن هم شي پردی ښکاري.
    قلم دې تاند او روان اوسه ! له ربه تر دې هم د سترو، سترو برياوو هيله کوم.
    ستاسو خور زلفانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *