ملګرتيا مينه او خلو ص د انسان هغه ځانګړنې دي، چې سړی يې ملګرتيا ډاډمن کېږي، د ستونزو په وړاندې لکه غر هسې ولاړ وي، نو له همدې امله په نړۍ کې بې ملګري ژوند ممکن نه دی.
ددې لپاره چې يوې ټاکلې موخې ته ځانونه چمتو کړو، ددې لپاره چې خپلو هيلو او ارمانونو ته په اسانۍ سره ورسېږو، ددې لپاره چې تل خوشاله واوسو، ددې لپاره چې تل د نويو پرمختګونو په لور حرکت وکړو.
د ملګري ټاکل او د هغه په خوی او بوی ځان پوه کول مهم دي، هره ټولنه کې چې لوستي ځوانان د يوه ګډ هدف او موخې لپاره په ګډه سره کار وکړي، نو پایلې يې هم بريالۍ وي.
په کومه کورنۍ کې د مشر او کشر خبره يوه وي، په کومه ټولنه کې چې د ځوانانو تر منځ همغږي موجوده وي، هغوی په اسانۍ سره خپلو مطلوبو موخو ته رسېدلي دي.
غزنی چې د خوا په پرتله ادبي او فرهنګي خوځښتونه په درز کې روان دي، ځوانان هره اونۍ د شنبې په ورځ راټولېږي او د کليوال ملګري ټولنې په دفتر کې اونيزې غونډې جوړوي.
د همدغه ټولنې برکت و، چې ځوانان يې پر ځان را ټول کړل او د همدغه ځوانانو هڅې او هاند و،چې د همت خيريه بنسټ يې رامنځ ته کړ، تر څو د بې برخليکه ماشومانو لپاره د زدکړې اسانتياوې برابرې کړي.
د همدغه ټولنې د ځوانانو هلې ځلې وې، چې د غږ خپرونه يې تر چاپ پورې ورسوله، غږ مياشتنۍ خپرونه هره میاشت چاپېږي، چې نژدې دوولسمه ګڼه يې همدا ګړۍ تر چاپ لاندې او يو کلن مزل يې بشپړ کړ.
محمد اجمل بلهار دغلام محبوب زوی د اندړو ولسوالي د خانې بابا د کلي استوګن دی، چې د محمد هاشم ميوندوال عالي دارلمعلمين يې لوستی او تر څنګ يې د اداري او حسابداري انستيتيوت نه هم فارغ شوی دی، خو لا يې هم پر زدکړو بسنه نه کړې ده، دا مهال د غزني د پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتوژبې او ادب د څانګې محصل دی.
کله ناکله شعر هم ليکي، د کليوال ملګري ټولنې يو فعال غړی دی، تل يې د ملګرتيا او مينې حق ادا کړی دی، ټول ملګري يې پرملګرتيا وياړي.
تکړه ممثل دی، تر څنګ يې د ځينو شاعرانو شعرونه هم په ښه تمثيل سره ډيکلومه کوي، ملګري د مينې له کبله ورته اجمل کاکا وايي.
اجمل بلهار جلالزی هيله لري، چې تل باید زده کوونکی واوسي او د ټولنې د پرهرونو لپاره د قلم پر نوک مرهم او ټکور پيدا کړي.
الله ج دې د قلم مينوال لا ډېر کړي، تر څو ټولنه له روانو بدبختيو څخه وژغوري، اجمل بلهار جلالزي د بريا لپاره لاسونه لپه کوم، تر بیا چې د کوم بل فعال ملګري د پېژندنې سره ستاسو خدمت ته حاضرېږم، تر هغو مو په لوی رب سپارم.
ژړاند صیب نړۍ مننه دپښتنی مینی پوروړی دی ځان بولم که څه هم زه خو دمره هم نه یم خو بیا هم دملګرو اوستا په مټ تر دی ځایه را رسیدلی یم ماته دی الله نور توان هم را کړی چی دی ځوریدلی وطن ته دصادیقانه خدمت جوګه شم او الله دی نور پدی وطن کی دامن فضا را منځ ته کړی چی کاروکړو او وطن بیرته له سره اباد کړو الله مو دی دا هیله را بوره کړی