محمد اصف بارز

عکس:  محمد اصف بارز

 کله ناکله د خواخوږو ملګر و  په اړه د  زړه خبرې ليکم، ملګري د ژوند د ارزښتونو  د ساتنې هغه پانګه ده، چې هر وخت در سره اوږه په اوږه په ولاړ وي، کله ناکله څوک د يو چا په اړه تاثر ښيي، دهغه دغربت او بېوزلي په اړه کیسې کوي، خو تر څنګ يې د ملګرو د مينې  او خواخوږي په اړه هم د خپلو نظرونو څرګندونه کوي،  له داسې ډېرو زياتو کیسو سره ډېر زیات مخ شوی یم.

 زما په اند غريب هغه څوک دی، چې له خپلې شتمني سره، سره بیا هم  ملګري موندلی نه شي،   ملګرتيا د زړونو لنډوالی، د مينې او محبت الګو ده.

کله چې  په ننګرهار پوهنتون کې مې زدکړې کولې،  د ملګرو په مالي ملاتړ مې  لوړې زدکړې بشپړې کړې، د ملګرو په ډاډ  مې وکولای شول، چې زه هم له لوړو زدکړو څخه برخمن شم.

تر نن ورځې پورې له ملګرو سره يم، ملګرو مې په وير ژړلي او په خوشالي کې یې راسره خوښۍ د اتڼونو په بدرګه لمانځلې ده.

ځينې داسې ملګري مې هم وموندل، چې  تر اوسه مې ورسره مخامخ ليدلي نه دي، تر اوسه يې په بنډار مشرف شوی نه يم، خو مينه  او خواخوږي مې دې ته هڅوي، چې باید په اړه يې يو څه وليکم، هغه څه ښه وايي(برګ سبز تحفه درویش است. )

 سیار دهسبزی په استراليا کې   يو افغان مبارز شخص دی، چې ورسره مې پېژندګلوي شوې ده،   د نوموړي په مشرتابه  د استراليا په سيدڼي ښار کې د لوی افغانستان تخريک جوړ شوی دی، چې د ډيورنډ فرضي کرښې د منځه تلو لپاره هڅې او کوششونه کوي.

که څه هم خبرې مې د لوی  افغانستان تحريک په اړوند کولې، سیار دهسبزي په استراليا کې يواځنی کس نه دی، چې د لوی افغانستان تحريک پر مخ بیايي، بلکې ورسره د لوی افغانستان ډېر نور مبارزين هم شتون لري، زين دلزاک کاموال، دليل خټک ، پامير دهسبزي، زرغون  او نور مبارز ملګري ورسره په دغه کاروان کې ملګري  دي.

د اچې د ټولو ملګرو  پېژندنه او د هغوی په اړوند دغه لنډه ليکنه کې  ټول مالومات راغونډولی نه شم، نو نن به د يوه مبارز ملګري ښاغلي محمداصف بارز  په اړه  د خپلې مينې څو کرښې وليکم، که څه هم زه په دغه څو کرښو کې د نوموړي د ځانګړنو په اړه ډېر څه ليکلی نه شم، خو لکه وړاندې چې مې يادونه وکړه، چې  (( برګ سبز تحفه درویش است)) وړاندې تر دې چې د محمد اصف بارز په  ځانګړتياوو  څه وليکم، د هغه بيوګرافي ته تم کېږو.
ښاغلي محمد اصف بارز د عبدالعلي مستغني لومړنی ښوونځي لوستی دی،  له حبيبيې لېسې څخه يې د دوولسم ټولګي بری ليک اخيستی  دی.

 دوه کاله يې د کابل پوهنتون طب پوهنځی لوستی دی، خو قسمت د ښاغلي بارز پر لوړو زدکړو سيوری وغوړاوه، په دريم کال  د جنګ جګړو له کبله پېښور ته تللی دی.

يو کال يې د ميدان وردګو ولايت د روغتيايي کلنيک معاون  ډاکتر و، چې د سوېډن کمېټې له لوري اکمالېده، له هغه وروسته بېرته پېښور ته ستون شوی دی، يو کال يې د حزب اسلامي په پوهنتون  کې د ریس د سکرتر په  حيث دنده اجرا کړې ده. په ( ۱۹۹۱) زېږديز کال  استراليا  ته تللی، هلته يې انګیسي د پوهنتون په کچه زده کړې ده.

ورپسې يې د سيډني  يونيورسټي کې (Health Information Management) دوه کاله لوستی دی، له ۱۹۹۶نه تر ۱۹۹۸ زيږديز کال پورې يې د ژباړن په توګه دنده  تر سره کړې ده.

د ۱۹۹۹نه تر اوسه  د بانکونو يا ( Mortgage Manager) په  حيث دنده پر مخ وړي، همدارنګه اوس يې د پښتو ژبې انلاين ( Online) لیسانس د هندوستان يونيورسټي کې پيلوي.

ښاغلی محمد اصف بارز د ميدان وردګو ولایت استوګن دی، تر ډېره يې په هيواد کې له بېوزله  خلکو سره خپلې مرستې کړې دي،  ښاغلی بارز د لوی افغانستان  د تحريک مهم غړی دی، چې د ډيورنډ توره کرښه غندي، نوموړي په خبره پښتونخوا او بلوچستان دواړه د لوی افغانستان ولايتونه دي.

 د محمد اصف بارز   د لوی افغانستان لپاره د مبارزې سنګر نيولی دی، نوموړی  کتاب او قلم د ننيو بدبختیو حل لاره ګڼي، الله ج د ې د ښاغلي محمد اصف بارز په څېر د کار او مبارزې ځوانان لا ډېر کړي،  لوی افغانستان د ټولو افغانانو يواځينۍ هيله ده، نوموړی د تعصب پر ضد هم مبارزه کوي.
که د اصف بارز په اړه هر څومره د کاغذ مخ تور کړم، خو بیا د نوموړي  په ځانګړتياوو،خواخوږي، افغانيت د څو کږو ږو کرښو کار نه دی،   ګران مبارز ملګري محمد اصف بارز ته لا اوږد  او د خوښيو ډک ژوند غواړم،  د بارز صاحب په څېر د کار سټې دې الله لا ډېرې کړي، خبرې په دغه بیت راونغاړم.
د کابل دروازه لار د تلو راتلو ده

په کابل  او پېښور کې افغان يودی

2 thoughts on “مېړني دي چې يادېږي / مجيد ژړاند”
  1. د دستایلو خلک په ستایلو ارزي، ژړاند صاحب ډېره زیاته مننه چې کدرونه لمانخې او د هغوی قدرونه کوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *