که څه هم زموږ په سیمه کې څلور لسيزې وشوې، چې د جګړې نغری تود دی، لا اوس هم د جګړې خپکۍ زموږ له ستونو څخه لاسونه لرې کړي نه دي.
دلته لا اوس هم هغه څوک ښاغلی دی، چې نيم په نيمه په دولت کې سهم ولري يا په مخالف جهت کې ټوپک ورسېدلی وي.
نور نو خوار ملت او د دوی د ظلمونو کيسې او خبرې دي.
د دې ټولنې يو عجيب فطرت دی، ځوانان يې سلګو نيولي دي، په ستوني کې يې غرېب د خبرو مخه نيسي، د جنګ جګړو په راپورونو ميډيا ستړې شوه، د سولې د راتلو په تمه زموږ مېندو روژې ونيولې، خو لا هم هره ورځ د جنګ جګړو خبرې اورو.
خو په دغه ټولنه کې داسې ځوانان هم شته، چې د خپل ځوان فکر په مټ په ټولنه کې د سمون لپاره هلې ځلې کوي، که يوه شېبه ورسره کېنئ نو دومره به خوشاله شئ، چې د جنګ جګړ و خبرې به مو له زړونو ووځي، داسې به وانګېرئ چې دغه ځلمي په ټول ژوند جګړه ليدلې نه ده، ژوند سره يې مينه کړې او د همدغه مينې په بنسټ نورو ځوانانو ته هم د خپل فکر هينداره ځلوي.
فکر کوم دا به زما خوشبختي وه،چې له دغسې يو ښايسته ځوان سره مې پېژندنه او ملګرتيا وشوه، په ژوند کې تر ټولو ښه مشاور دی، کوم کار په اړه چې ځينې مشوره غواړې، نو همدغه ځوان به يې ټول ابعاد سنجولي وي.
ښايي تاسو تلوسه به هم ډېره زياته شوې وي، چې دغه نېک انسان څوک دی؟
انعام الله ګوهر يادوم، انعام الله رښتيا هم زموږ لپاره يو انعام دی، ځکه ټول وخت له ملګرو سره مينه او د خپلې پوهې او زکاوت پرمټ د ملګرو تر منځ د يووالي او يو موټيتوب لپاره هلې ځلې کوي.
انعام الله ګوهر اصلا د پکتيکا ولايت اړوند د اومني ولسوالي د سپينه د کلي استوګن دی، خو ډېر وخت کېږي، چې کورنۍ يې له پولې پورې غاړه اوسي.
ښاغلی انعام الله ګوهر په غزني او پکتيکا کې د (ای، او، ايم ) مسوول دی، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې له يادې ادارې سره کار کوي، تر دې وړاندې يې هم په لوړو پوسټونو باندې دندې سرته رسولې دي.
ښاغلی ګوهر په مدني خوځښتونو کې فعاله شخص دی، چې هر وخت يې د خپلې ژبې او ادب لپاره هم وخت سپمولی دی، زیاته مطالعه کوي، کمې خبرې خو په استدلال ولاړې خبرې کوي.
کله، کله د تخيل له ښاپېرۍ سره هم ملګری شي، توري يې سندريز شي او غزل ترې ساز شي، خو کله بیا ژباړې کوي، خو د نورو خلکو له ژباړې زيات توپير لري، ځکه ښاغلي ګوهر تر اوسه دوه ټوکه ژباړې چاپ کړې دي، چې دواړه ژباړې يې ښه او ټولنيز پيغام لري.
د نيم ساعت څښتن يې د لنډو کيسو ژباړه ده، چې د اردو او انګليسي ژبو د نامتو ليکوالانو کيسې يې ژباړلې دي، هره کيسه ځانته ښه پيغام لري، په لوستلو يې د لوستونکي تلوسه زياتېږي.
په هندارو کې ارواوې هم د نوموړي ژباړه ده، چې د نامتو فيلسوف خليل جبران هنري نثرونه يې ژباړلي او تر موږ يې رارسولي دي.
پراخه مطالعه لري، که کوم څوک د کومې موضوع په اړه ترې پوښتنه کوي، نو ګوهر ورته د موضوع په اړه ډېر جامع مالومات وړاندې کوي، حتی ډېری وخت خو داسې څه هم ما ترې اورېدلي چې د لوړو زدکړو پرمهال مې له استادانو هم اورېدلي نه و.
ښاغلی ګوهر تراوسه پورې يوه شعري ټولګه (نوردې نه يادوم ) چاپ کړې ده، چې خوندور غزلونه پکې دي، ددې لپاره چې دده د غزل يوه نمونه يې له تاسو سره شريکوم
اسوېلي نه دي دا،له خولې مې ووتلې لمبې
زما د زړه په خونه چا دي پورې کړې لمبې
په پورتني بیت کې خورا درد موجود دی، اسويلو باندې د لمبو ګمان کوي، شاعر رښتيا هم زیات درد او کړاو ليدلی دی، خو دا چې د ژوند د ستونزو سره په معرکه کې يې خپل عزم له لاسه ورکړی نه دی.
اوس هغو خلکو دی له خپلې لمن اور اخیستی
چا چې زموږه په کورونو لګولې لمبې
دلته هم د شاعر هغه متل لکه چې وايي، څه چې کرې هغه به رېبې، خو په لږ توپير سره دلته شاعر هغه خبره کوي، چا چې پرموږ ښکلی او ښايسته وطن دوزخ وګرځاوه، اوس د هغوی لمنې ته هم اور ورسېدل، دلته شاعر يو بل پيغام هم لري،هغه داچې ملتونه باید په سوله کې ژوند وکړي، ځکه چې د بل چا په وړاندې د توطيو لومې ايښودل خپل ځان ته د دام ايښودل دي.
ښاغلی انعام الله ګوهر ښه نقاد، ليکوال ، ژباړن او ښاعر دی، که د عمر خزان نه وي، نو په په راتلونکې کې به ښاغلی انعام الله ګوهر نور شهکارونه هم له ځان سره ولري.
بايد يادونه وکړم، چې انعام الله ګوهر د غږ میاشتۍ خپرونې مسوول مدير دی، تر څنګ د همت بنسټ د پاليسي جوړولو مسووليت هم ورتر غاړې دی، د کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړیتوب هم لري.
خپلې خبرې د ارواښاد طاهر فرهاد په دغه څلوريزه رالنډوم، چې ښاغلي ګوهر صاحب ته يې ډالۍ کوم.
ورک نه یو لا د کار سړي لرو
بختور يو د دستار سړي لرو
څه رڼا به له لوېدلي لمره راوړي
څه د ستورو په مدار سړي لرو