مه وهي ناري په ما پسې، زړه مي غواړي چي دغو ټولو مېږيانو ته اور ورکړم چي ما راګرځوي . حالانکه څومره ګران وو دوي په ما باندي او خاص هغه وخت چي زه به له سحاره تر ماښامه په هغه لوي پارک کښي هره ورځ په يوې يکړي چوکۍ ناست وم چي يو مخ له وچو درختو او ژړو پاڼو ډک وو او دوي به په ډېري تېزۍ ، په هم هغو ژړو پاڼو کښي زرغونې برخې و خپلو ښارونو ته وړې . ما به ددوي په همت ، مړاني او زړورتيا و دوي ته شاباسي وايه چي هلته زما غوندي مايوسو خلګو به دوي ، په يو وار کښي په درزنو ، بلکه په سوو تر پښو لاندي کړل ، خو دوي به له حالاتو سره جنګېدل او همت يې نه بايله. پاي زما بې حسه زامن راباندي خبر سول چي په ښار کښي هر ځاي اور بل دي او تور دودونه او لوخړي خورې دي او ته دلته دغه بې موروپلاره پارک ته راسې چي څوک تره ګر په اسانۍ دلته زورور بم هم ايښوي سي ، خلګ را باندي خندوې . زما ملايکي لا نه وې خبري چي دوي به ما بېرانوي ، خو نن چي مي له بې هوشۍ سترګي روڼي سوې ، نو په خپلي خوني کښي بندي وم ، خو بيا چي مي په کيړکۍ کښي مخامخ د خپلي ښکلي بنګلې و لوي چمني ته وکتل چي له وچو ونو او ژړو پاڼو ډک وو او زما يو درزن شيلو لمسيانو هم دغه باهمته مېږيان هلته تر پښو لاندي کول ، نو عجبه ده ، ناڅاپه داسي کوچني سوم لکه هم دغه مېږيان ، هو ، هو ، مېږي سوم ، د رښتيا مېږي ، اوړ غوندي مېږي ، بلکه هغه مېږي چي مرګ يې رانږدې وي او وزر يې راختلي وي ، تر ده لوي وزر . ګوره بدمعاشان ، پاي لوڅان ، د چمني په زراو دغه مېږيان ، زه والوتم چي د ښار اور مړ کړم او نور بې حسه ، ويده او بې همته وګړي ، زما غوندي له مېږي جوړېدو را وګرځوم ، ولي چي د نېک کار دپاره يو سړي هم ډېر وي ، خو دوي ژاړي چي مه ځه کنۍ اور به دي سوي سکور بلکه ورک کړي .
پاي
15.8.2016