Ant
د کورنۍ نوم ېې فورمیسیدای (family Formicidae) ده تقریبا ۱۰۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم ېې هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) ده. ټولنیز چلند لري او خپله کې یو ځای په کالونیو کې ګډ ژوند کوي. په ټوله نړۍ کې شته دي خو په ګرمو سیمو کې ېې زېات ډولونه پیدا کیږي. د بدن کچه ېې له ۲ ملي متره نیولې تر ۲۵ ملي متره پورې اوږده وي. عام رنګونه ېې تور، سور، نصواري او زېړ رنګ ده مګر ځینې ډولونه ېې لکه د شمالي امریکا فیدول (Pheidole) ډول ېې وسپنیزه یا فلزي ځلا (metallic lustre) لري.
معمولا یو مېږی غټ سر لري، د هګۍ شکل ته ورته خېټه چې له سر او سینې (thorax) سره نښتې وي. دوه جوړه ژامې لري چې بهرنۍ ژامې د غارونو د کیندنې او د توکو د وړلو یا نیولو لپاره کاروي او داخلي جوړه ېې د زدونې یا خوړلو لپاره کاروي. ځینې ډولونه ېې د خېټې په څوکه کې نېښ هم لري. په یوه کالونۍ یا غار کې درې ډوله مېږیان خپله کې ګډ ژوند کوي : نران، ملکې او کارکوونکي. ځینې ډولونه ېې د نورو ډولونو په ځاله کې د پرازیت په توګه ژوند کوي. کله چې دا پرازیت واړه بچیان یا لاروای بچیان پیدا کړي نو د کوربه مېږیانو کار کوونکې ډله ېې تغذیه کوي. د ویلېریلا سنتسچي (Wheeleriella santschii) ډول ېې پرازیت ده چې د مونوموریم سالومنیس ډول (Monomorium salomonis) مېږیان ېې کوربه وي او د دوی په ځاله کې ژوند کوي. دا دوه ډولونه شمالي افریقا کې خورا زېات دي.
ډېر مېږیان په ځاله کې ژوند کوي چې د ځمکې لاندې غارونو، د ډبرو لاندې او یا هم د ځمکې له پاسه ېې له لرګیو، شګو او یا وړو تیګو جوړوي. ترکاڼ مېږی (carpenter ant) چې علمي نوم ېې کامپونوتوس (Camponotus) ده د ترکاڼۍ لپاره په چمتو شوي لرګي (timbers) یا د ونې ماتې شوې یا پرې شوې په ځمکې غورځېد��ې څانګه (logs) کې ژوند کوي. ځینې ډولونه ېې په ونه کې او یا د ونې د ساقې په سوریانو کې ژوند کوي. دولیکودېروس (Dolichoderus) د مېږیانو یو نسل ده چې په ټوله نړۍ کې شته د ي او خپله ځاله د حیواناتو له بولو جوړوي. مونو ماریم فارا اونیس (Monomarium pharaonis) ېې که چېرې هوا توده وي د خلکو له کورونو بهر ځاله جوړوي او که هوا سړه وي د خلکو په کورونو کې ځاله کوي. ارمي یا پوځي مېږیان کډوال مېږیان دي چې ډېر وخت په بوټو حمله کوي. دا مېږیان د ډوریلینای فرعي کورنۍ (Dorylinae) ده او کله چې له یوې سیمې بلې ته کډوال کیږي نو په مخه ورتلونکي نبات او حیوان دواړو باندې ځان تغذیه کوي. په دې مېږیانو کې چې کله ملکه هګۍ کوي نو کالونۍ ېې د څو ورزو لپاره په یو ځای پاتې کیږي؛ کله چې دا هګۍ په لاروای بچیانو بدلې شي نو بېرته کډوال کیږي او د کډې کولو پر وخت ېې د مېږیانو کار کوونکې ډله واړه بچیان انتقالوي. د امریکا ډرایور مېږیان هم ورته چلند لري.
واړه سره وارد شوي اور مېږیان (red imported fire ant) چې علمي نوم ېې سولېنوپسیس اېنویکتا (Solenopsis invicta) ده له جنوبي امریکا څخه الاباما او وروسته په ۱۹۷۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو ټولې جنوبي سیمې ته خپاره شوي. دا مېږیان ډېر کلک چیچل کوي او د ځمکې لپاره افت ګڼل کیږي ځکه چې په ځمکه کې غونډۍ جوړوي. په ځینو سیمو کې د دې مېږیانو ځای لیوني مېږیانو (crazy ant or hairy ant) چې علمي نوم ېې نیلاندېریا فولوا (Nylanderia fulva) ده نیولی. لیوني مېږیان په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې، په تکزاس ایالت کې وپېژندل شول. د دې مېږیانو کنټرول ډېر سخت ده. د ایکو سیستم لپاره او د نورو مېږیانو د نسل لپاره مضر ګڼل کیږي.
د میږي ژوند څلور دورې لري چې په هګۍ کې ژوند ده، له هګۍ وروسته لاروا دوره (larva)، پوپا (pupa) او بیا د غټ مېږي یا پوره ودې ته له رسېدو وروسته دوره (adult) ده چې له ۸ تر ۱۰ اونیو پورې دوام کوي. ملکې ېې ټول عمر هګۍ کوي، کارکوونکې ډله ېې ښځینه دي او د کالونۍ چارې پر مخ وړي، دا ښځینه کارکوونکې د هغو غټو مېږیانو سره همکارې دي چې د سرتېرو په توګه د کالونۍ د امنیت ساتنه کوي. په ځینو ډولونو کې ېې غټ مېږیان وزرونه کوي او په الوت پېل کوي چې له جنسي نزدېکته وروسته ېې نر مړ کیږي او د نر له مړه کېدو وروسته ېې ملکه بله کالونۍ جوړوي.
د مېږي خواړه دواړه نور حیوانات او بوټي دي خو ځینې ډولونه ېې لکه فورمیکا (Formica) د نورو مېږیانو او یا د خپل نسل لاروای بچیان او هګۍ خوري؛ ځینې ډولونه ېې د بوټو له شیرې ځان تغذیه کوي؛
ریبونکی مېږی (harvester ant) خپله ځاله کې غله، واښه ساتي خو د امریکا تراچيمیرمېکس (Trachymyrmex) یوازې په فنجي ځان تغذیه کوي.
په ټولو حشرو کې دوه حشرې چې د شاتو مچۍ او مېږیان دي ډېر پېچلی ټولنیز چلند لري. د مېږیانو ډېر ډولونه د نورو ډولونو مېږیان خپل غلامان کوي: د بېلګې په توګه د بوتریومیر مېکس (Bothriomyrmex decapitans) ډول ملکه ېې د تاپینوما ډول (Tapinoma) ته اجازه ورکوي چې د خپلې ځالې طرف ته وڅښوي او یا یې کش کړي. ځالې ته له کش کېدو وروسته په دې ځاله کې د تاپینوما ملکې په سر خوله لګوي او هلته خپله د دې ډول له نرانو سره هګۍ کوي او په ځاله کې په غلامانو خپل بچیان ساتي. همداسې ځینې ډولونه ېې غلامان لري چې د نورو مېږیانو بچیان خپلو بادارانو ته راپټوي او له راپټولو وروسته ېې د غلامۍ لپاره غټوي.