ژباړه: بارکوال مياخېل

ژبه د ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو او روايتونو پانګه ده، چي د يوې ټولنې فکرونه، تصورات، احساسات او ذهنيتونه منعکسوي. د يوې ځانګړې ژبې ادب د هغې ژبې مړښت او خوځښت څرګندوي. که يوه ژبه د ريښتيني ادب په توليدولو کې تر شا پاته وي او نوي لغات او اصطلاحات پکې نه پيدا کېږي، دا څرګندوي چي هغه ټولنه څومره ځاى پر ځاى ولاړه ده.

دا د پوهانو دنده ده چي خپله ژبه په نويو افکارو شتمنه کړي او په خلکو کې ژبنى شعور او پوهه پيدا کړي. د خورو ورو کلتوري ډلو په را غونډولو او په يوه ملي چوکاټ کې د يو ځاى کولو په چاره کې ژبنۍ ملتپالنه ډېر مهم کار تر سره کوي.

د فرانسې د ١٧٨٩م کال تر انقلاب وروسته د هغه ځاى انقلابي حکومت فرانسوي ژبه ملي ژبه کړه او د ټولو ژبنيو ډلو د يووالي په خاطر يې نورې ژبې په زوره له مخه و ايستې. بل مثال د جرمني دى چي په ډېرو کوچنيو واکمنيو او کوچنيو مملکتونو وېشل شوى وو، پوهانو او مفکرينو يې پخپلو هڅو د نويو افکارو په وسيله د جرمني ژبې د غښتلتيا لپاره يو ملي شعور پيدا کړ. د دوى د هڅو بريالۍ نتيجه دا شوه، چي نه يواځې جرمنيان په سياسي توګه سره يو موټى شول، بلکې په ژبني لحاظ هم سره يو شول.

جرمني ژبې ډېر غني ادبيات توليد کړل او د فرانسوي ژبې تسلط يې ختم کړ، چي د اشرافي او لويو طبقو د خبرو ژبه وه. عربو پوهانو هم کټ مټ همدا لاره خپله کړه، عربي ژبه يې غني او ځواکمنه کړه او په کافي اندازه يې د عربي ملتپالنې ريښې ټينګې کړې، چي ټول عربي ژبي هېوادونه يې له ځانه سره پيوند کړل.

د هند په براعظمګي کې بنګالي پوهانو بنګالي علمي ژبه کړه. پوهان د نويو افکارو او تصوراتو په موندلو سره د ژبې په وده کې ډېر مهم رول تر سره کوي، دوى په همدې وسيله خپلو خلکو ته ژبنى هويت او پېژندنه ورکوي.

يو بل اړخ چي د ژبې ظرفيت او صلاحيت ورسره وده کوي، له نورو ژبو د مهمو کتابونو را ژباړل دي. په جاپان کې د دې نوې زمانې په لومړيو کې د لوېديځو پوهانو آثار جاپاني ژبې ته و ژباړل شول او بالاخره هغوى په ټولنيزو او طبعي علومو کې خپل آثار وليکل.

همدارنګه په ايران کې هم د لوېديځ ادب، تاريخ او ساينس په ډېر مهارت سره و ژباړل شول، ورسره په څنګ کې ايراني ليکوالو د علم په هره څانګه کې خپل آثار هم وليکل او فارسي ژبه يې تر لوړې کچې د علم او فرهنګ ژبه کړه.

په همدې تناظر کې چي موږ د اردو ژبې تاريخ لولو، نو دې نتيجې ته رسېږو چي په هند کې د فارسي ژبې د تسلط تر پاى ته رسېدو وروسته، دا ژبه د هند په شمال کې د اشرافي طبقو د ژبې په توګه را څرګنده شوه. تر هغه مخکې اردو په هند کې د فارسي او عربي ژبو له لغاتو ډېره زياته اغېزمنه وه، چي عام خلک به ورباندې نه پوهېدل، وروسته اردو د شاعرۍ او د مذهبي افکارو د بيان ژبه شوه، خو نثر يې ډېر پېچلى وو، ځکه نو په اردو ليکلى متن به په پوهېدلو کې ډېر ګران وو. د ليکوالو ټينګار به پر دې وو، چي د نااشنا لغاتو او اصطلاحاتو د کارولو په وسيله په ژبه کې د ليکلو مهارت څرګند کړي، نتيجه يې دا شوه چي د اردو نثر د لومړۍ دورې روايت له افکارو تش دى، يواځې د رنګينې او شاعرانه ژبې جذابيت لري.

سرسيد احمدخان يواځينى عالم وو، چي د اردو نثر د اسانه او علمي کولو تکل يې وکړ. ملګري او همنظره کسان يې د ده پر لاره ولاړل، خو د ده طرز دوام ونه کړ. ابوالکلام ازاد بيا د ليک لپاره له عربي زيات اغېزمن طرز خپل کړ. د اردو ژبې د علمي کولو يوه بله هڅه د هند په حيدرآباد کې د عثمانيه پوهنتون له خوا وشوه، خو هغه لړۍ هم په ١٩٤٧م کال کې د هند او پاکستان د وېش پر مهال وشلېده. عثمانيه پوهنتون او انجمنِ ترقى اردو په دې بريالي شول، چي له اروپايي ژبو ارزښتمن ادبيات اردو ته را و ژباړي، خو د خپلو تخليقي ادبياتو د نشتوالي له امله د اردو ژبې په علمي کولو کې د دوى دا هڅه اغېزمنه ثابته نه شوه.

کله چي بريتانوي حکومت په هند کې پوهنتونونه جوړ کړل او انګرېزي ژبه يې د ښوونې ژبه کړه، نوې تعليميافته طبقې انګرېزي د خپلو افکارو د بيان لپاره د وسيلې په توګه خپله کړه، ځکه نو پوهانو په اردو ژبه د ليکلو پر ځاى، انګرېزي د وسيلې په توګه انتخاب کړه. اردو له انګرېزي ژبې سره سيالي نه شوه کولاى، يواځې د شاعرۍ او مذهب د ژبې په توګه محدوده شوه او د يوې ساينسي او علمي ژبې وړتيا يې پيدا نه کړه.

د پاکستان تر ازادۍ وروسته که څه هم اردو ژبې ته د ملي ژبې درجه ورکړل شوه، خو د دې ژبې د ودې لپاره هيڅ هڅې ونه شوې او نه پکې علمي او ساينسي آثار وليکل شول. په اسلام اباد کې د ملي ژبې ادارې (نېشنل لېنګويج اتارټي) او کراچۍ پوهنتون د ساينسي او تخنيکي اصطلاحاتو په برخه کې ډېرې ژباړې وکړې، خو د نااشنايۍ له امله د لوستونکيو د پوهېدو وړ نه وې.

د محمود مرزا په وينا د شلمې ميلادي پېړۍ پينځوسمه او شپېتمه لسيزې هغه زمانه وه، چي اردو ژبه د لوېديځو آثارو د ژباړې په وسيله پکې غښتلې او غني کېداى شواى، خو په اوسني وخت کې- چي د پوهې او معلوماتو يو بهير را مات دى- دا قريباً له امکانه وتلې خبره مالومېږي.

په پرمختلليو هېوادونو کې هره ورځ پر هره موضوع سلګونه کتابونه چاپېږي، ځکه نو کېداى شي نور دا ممکنه نه وي، چي دغه ټول آثار دي اردو ژبې ته را و ژباړل شي. د نتيجې په توګه موږ ويلاى شو، چي په اردو ژبه کې موجود علم ساکت او کنګل شوى دى، ځکه نو له نويو افکارو او تصوراتو سره د ځان د اشنا کولو لپاره موږ اړ يو، چي په انګرېزي او نورو اروپايي ژبو نوي چاپ شوي مواد ولولو. د دغو شرايطو په اساس، اردو ژبې د علمي او ساينسي کېدلو فرصت بايللى دى.

By Quetta

3 thoughts on “مۡړه ژبه / ډاکټر مبارک علي”
  1. Salaam.
    Pa Pashtunkhwa aw Baluchistan ki bayed Pashtoe Milli jabah shi.ordu m`rra da!
    Pa Afghanistan ki ham Pashtou(Awghani) bayed milli aw lomrraniy ya`ni d`Afghanistan pejandounke jaba narriywalo ta vi; Farci d` Percia jaba da aw ka A`rabi aw Turki kalimaat trena wabasiy hagha ba ham laka ordu m`rrah shi!!.
    WaALLAH-o a`alamu bilsawab.

  2. ډېر ښکلی لیک دی او ډېره په زړه پوري ژباړه یې شوې ده. خو موږ باید د یو ښه علمي ټیکنیک له لاري خپلي ژبي ته کار و کړو او د ژبپوهني تر اوصولو لاندي ورته کار و کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *