خبریال: میرویس جلالزی – ملګرو ملتونو په اروپايي ټولنې غږ کړی چې له هغو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې او جدي کړي چې د مدیترانې له لارې او دې وچې ته د نورو ټولو غزیدلو لارو څخه د ورتلو هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دغه څرګندونې د ایرلند په مرکز دبلین کې د خبرو پرمهال وکړې.

مون وویل چې اروپا اوس مهال د هغو کسانو لپاره یوازینی خوندی جنت شمیرل کیږي چې په هیوادونو کې یې جګړه روانه ده او هلته بشري حق��نه او نور انساني حقوق د جګړې د ښکیلو غاړو له لوري تر پښو لاندي کیږي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اوس مهال یې په ډیرو برخو کې جګړه روانه ده او هره ورځ په سلګونو کسان ترینه اروپا ته په خطرناکو لارو د تیښتې هڅې کوي.

د یونان حکومت د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تیرو دوو ورځو کې نږدې ۱۲۰۰ تنه افغانان او د سوريې وګړي د دوی خاورې ته د ترکیې له لارې په قاچاق ور رسیدلي دي.

دغه کډوال د کووس، لیسبوس، چیوس او فارمکونیسي په ټاپوګانو کې د قاچاقبرو له لوري پریښودل شوي دي.

د یونان خبري رسنۍ وايي چې دا کسان د انسان د قاچاقوړونکو له لوري سړي سر د  ۸۰۰ یورو په بدل کې تر یونان پوري رسول شوي او دوهم پلان له دغه اروپايي هیواد څخه د اروپا بډایه هیوادونه لکه ناروې، دنمارک، جرمني، سویدن، فنلند، بلجیم او اتریش دي.

یوناني چارواکو ویلي چې دوی ویره لري، د اسلامي دولت ډله به د همدې لاري څخه په ګټې اخیستو خپل خواخوږي او پلویان اروپا ته ورسوي او هلته به دغې ټولنې ته لوی سرخوږی رامنځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون بیا اروپايي ټولنه مکلفه بولي چې له خپلو ملکونو د سر او مال د خونديتوب لپاره د تښتیدلیو کډوالو خیال وساتي او د امکان تر حده یې په خپلو ټولنو کې مدغم کړي.

ښاغلي مون ویلي نه یوازي دا چې له دغو کډوالو سره باید مرسته وشي بلکې هغه سمندري ګزمې هم باید پراخې شي چې د مدیترانې په سمندر کې په قاچاقي لارو اروپا ته د روانو کډوالو د مخنیوي او ژغورنې چارې پر غاړه لري.

ښاغلی مون وايي، د افغانستان، سوريې، لیبیا، مصر، یمن او یو شمیر نورو ملکونو څخه ځکه یو شمیر کسان اروپا او نورو خوندي سیمو ته تیښته کوي چې په ملکونو کې یې جګړه روانه ده او هلته هیڅ راز انساني ارزښتونو ته پام نه نیول کیږي.

سم.م. وايي نږدې ۳۰ زره کسان تیر کال یوازي د یونان له لارې له یو شمیر افریقايي، عربي او اسیايي ملکونو په خطرناکو لارو باندي تر یونان پوري رسیدلي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *