تاند- د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تېره میاشت (جنوري) په سلو کې ۹۴ سوریه والو او په سلو کې ۷۱ افغانانو سوریې ته د سمندر له خطرناکو لارو یونان ته په دې خاطر پناه وړې چې په خپلو هیوادونو کې یې جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په جنورۍ کې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د یونان په (Chios)، (Leros)، (Lesvos) او (Samos) ټاپوګانو کې له ۴۰۰ سوریه والو او افغانانو پوښتنې کړي دي.
په دغه شمېر کسانو کې ۸۵ فیصد سوریه وال مخکې تر دې چې یونان ته وخوځيږي، له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي ول، د دوی په سلو کې ۸۷ د کورنیو له غړیو سره یونان ته رسېدلي دي.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ سروې ښيي چې په سلو کې ۶۵ افغانان تر شپږ میاشتو زیات وخت په نورو هیوادونو کې پاتې شوي او هیڅ راز قانوني اسناد نه لري.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د راپور پر اساس په سلو کې ۷۹ سوریه والو کډوالو او په سلو کې ۴۴ افغانانو د منځنۍ ښوونځي، لېسې او یا پوهنتون په کچه زده کړې کړي دي.