تاند- ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ملګروملتو په وینا له ۲۰۰۹ څخه، چې دا اداره په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه احصاییې خپروي او ټولوي، ۲۰۱۵ کال تر ټولو خونړی کال و.

د ملګروملتو له راپور سره سم، چې نن یکشنبه/ خپور شو، په ۲۰۱۵ م کال د ۲۰۱۴ م کال په پرتله د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴ زیات ول.

د ملګروملتو په وینا تېر کال په افغانستان کې ټولټال ۳۵۴۵ ملکیان وژل شوي دي.

پر دې سربېره راپور وايي چې د ټولو تلفاتو په سلو کې ۲۵ماشومان او په سلو کې ۱۰ ښځې دي.

راپور وايي چې په ښاري سیمو کې جګړه او تروریستي حملې د ملکي تلفاتو د زیاتېدا اصلي علت ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي نیکولاس هایسم په راپور کې ویلي:«ملکیانو ته مرګ ژوبلې قطعاً د منلو نه دي.»

One thought on “م.م. ۲۰۱۵ کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و”
  1. دا کندز کې چې په روغتون بمبار وشو، دا په هلمند کې چې هره ورځ ملکي خلک په توپونو ویشتل کیږي دا اوس اوس چې په بغلان کې جنرال مراد تراتوسوو ښځې ماشومان او بوډاګان په توپونو وویشتل دا په ودونو باندې چې داردو کسانو توپونه وورول دا ټول جنایتونه دوه سري حکومت او بادارانو یې کړیدي او تاسې بیا هم طالبان ملامت کوئ دا کوم انصاف دی؟
    یوناما په حقیقت کې دامریکایانو او دلاس کښینولي مفسد رژیم په تولو جنایاتو پرده اچوي خو حقیقت هرڅوک پیژني او پرې پوهیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *