تاند- ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډي هیوادونو څخه په افغانستان کي د ښو انتخاباتو په کولو کي د مرستي غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو د سرمنشي استازي یان کوبیش نن په کابل کي په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستنان ګاونډي هیوادونه باید د جوزا په ۲۴ مه د انتخاباتو په ورځ د اړتیا په صورت کې له افغان چارواکو سره مرسته وکړي .
ده وویل:«زما پيغام د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته دا دی چي له دغه هیواد سره مرسته وکړي چي ترټولو ښه او امن انتخابات ولري او د اړتیا په صورت کي له افغان چارواکو سره مرسته وکړي.»
ښاغلي یان کوبیش همداراز وویل، نړیواله ټولنه په بې صبری د افغانستان د شفافو او ارامو انتخاباتو په تمه ده او هر ډول همکاری ته تیاره ده.
پاکستان ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو د امنیت لپارذه به په خپلو پولو کې کنټرول زیات کړي.
پاکستان او ایران د افغانستان په انتخاباتو کې مهم رول لرلی شي.