تاند- ملګروملتو وویل چې د افغانستان حکومت په امنیتي ځواکونو کې د ماشومانو یا تر قانوني عمر د کشرانو د نه ګومارلو په برخه کې یو بل ګام واخیست.
د افغانستان حکومت تازه یوه طرحه تصویب کړه چې په دغه هیواد کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما او د ملګروملتو د ماشومانو صندوق (یونسیف) یې ملاتړ وکړ.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشر یان کوبیش وویل، دا طرحه به د پوره عملي کېدو په صورت کې شفافیت یقیني کړي او د ماشومانو نه ګومارل کېدا به تضمین کړي.
ده زیاته کړه، د استخدام په مهال بشپړه څارنه او دقیقه څېړنه به د امنیتي ځواکونو، په تېره بیا د ملي پولیسو، ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د ګومارلو مخه ونیسي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازې لیله زروګوۍ وویل:«دا به د افغان ماشومانو په ژوند کې حقیقي تفاوت راولي.» د طرحې په پنځلسمه ماده کې ویل شوي چې حکومت موافقه کړې چې د ملي پولیسو او ملي اردو ټولې قطعې وپلټي چې ایا تر ۱۸ کلونو کشران یې په لیکو کې شته او که نشته. همداراز به حکومت په دې برخه کې له ګومارونکو څخه تحقیقات کوي او د کم عمره کسانو د ګومارلو د غیر مسوولانه عمل په خاطر به سزا ورکوي.