تاند- ملګروملتو د شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د هغو مرستندویانو د ژوند په اړه اندېښنه لري چې په دغه هیواد کې د مرستو رسولو په چارو بوخت دي.
ملګروملتو دا اندېښنه په فاریاب کې د اکتید مرستندویې موسسې د نهو(۹) انجنیرانو او کارکوونکیو له وژل کېدو وروسته څرګنده کړه.
ملګروملتو د فاریاب پېښې ته په اشارې ویلي: په داسي حال کې چې افغانستان د ځواک لېږد او د سیاسي انتقال په پړاو کې دی دا ډول پېښې په دې خاطر هم د اندېښنې وړ دي چې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا لا زیاتېږي.
ملګروملتو ویلي چې د فاریاب ترپېښې مخکې په افغانستان کې سږ کال ۳۶ مرستندویان وژل شوي دي.
خو د نورو سرچینو په وینا سږ کال ۷۳ مرستندویان یا وژل شوي یا هم ټپیان شوي او یا هم تښتول دي.
ملګروملتو دا هم ویلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل، افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره مبارزې ته یوازې پرېږدي او په دې منځ کې د بهرنیو او کورنیو مرستندویانو ژوند ته خطر لا زیاتېږي.