تاند- په افغانمستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د کابل له نننیو /جمعه/ تاوتریخجنو مظاهرو وروسته له تشدده د ډډې کولو غوښتنه وکړه.
د کابل د نن ورځې مظاهره، چې د چهارشنبې د ورځې د تروریستي برید په اعتراض کې رابلل شوې وه، وروسته له دې په تشدد واوښته چې یو شمېر سیاستوالو د مظاهره چیانو له احساساتو څخه په استفادې پر ارګ د مظاهره چیانو د یرغل هڅه وکړه.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې د کابل پر نننیو مظاهرو خواشیني ښکاره کړې او له مظاهره چیانو او د مظاهرو له ساتونکو (پولیسو) یې غوښتي چې له هرراز تاوتریخوالي ځان لیرې وساتي.
ملګروملتو ویلي چې د کابل د چهارشنبې له وحشیانه بریده وروسته د حملې د عاملانو د موندلو لپاره د حکومت د ژمنې او د کابل د نن ورځې د مظاهرې له برخوالو سره د لیدلو لپاره د افغان چارواکو د کتنې د تیاري هرکلی کوي.
د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو ویلي چې د کابل د چهارشنبې د ورځې د قربانیانو د کورنیو د غړیو د نن ورځې نامغرضانه غوسه ورته د درک وړ ده، خو باور لري چې نور تشدد هیڅ درد نه دوا کوي.
ده همداراز ویلي«له هغو کسانو چې له دغو حساسو او احساساتي شېبو څخه د حالاتو د بې ثباته کولو او ملکي وګړو ته د لا زیان اړولو په خاطر د فرصت او سو استفادې په لټه کې دي، غواړم له داسي اقداماتو لاس واخلي.»
پولیس وايي چې د نن ورځې په مظاهره کې ۵ تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر نور ژوبل شوي دي.
یو شمېر مظاهره چیانو د جمعیت او د شر و فساد د دورې بیرغونه په لاسونو کې لرل او دا هم ویل کېږي چې ځینو مظاهره چیانو وسلې لرلې.
ټالیبان او داعش د افغانستان د اسلامی دولت علنی دښمنان دي او په ښکاره د دولت پرضد مسلحانه جنګ کوي ، دوی د دولت ټول امکانات له منځه وړي چې په سیمه کې د دوی د حاکمیت او یکه تازی زمینه ورته برابره شی. د همدې موخې لپاره دوی د چهارشنبی « څلورنۍ » په ورځ د کابل ښار په زړه کې تاریخي جنایت ترسره کړ چې په پایله کې یی زمونږ تر سلو زیاتو مظلومو په خوله روژه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر شپږسوو پورې نور ټپي ، معیوب شول چې د ژوند پاتې برخه به د مرګ اوژوند سره د مبارزې په لورې هلې ځلې کوي. اقتصادی زیان خویی لا تر اوسه ندی اټکل شوی.
په مقابل کې د ټالیبانو او داعش ښاري ملګرولکه د شروفساد ، فرصت طلبو ، داړه مارانو ، ماویستانو ، شعله یانو ، ستمیانو او جنګسالارانو ډلې له همدې فرصت نه په استفادې بیا د خلکو په زخمونو مالګې دوړوی او نن یی د کابل ښار واټونه بندکړي له خپلو وسلو او منحوسو شعارونو سره د هېواد له امنیتی ارګانونو سره لاس او ګریوان دی ، دوی هڅه کوله له موقع نه په استفادې د هېواد د مشرتابه مقر ته ځانونه ورسوي چې انارشی جوړه کړی ، او د ټالبانو اوداعش راتګ ته مخامخ زمینه برابره کړی.
زمونږ د هېواد ملی ګټې ، امنیتی شرایط او سیاسی ټولنیز حالات ایجابوی چې په راتلونکې کې د داسې ګډوډیو ، انارشیو ، خپل سریو مخه په ټینګه ونیول شي ، تر هغو چې امنیتی شرایط مساعد شوی نه وي د هرډول مظاهرو مخه به کلکه ونیول شي.
دولت افغانستان باید بزودی دست به تشکیل گارد خاص یا گارد جمهوری بزند. چطور امکان داشته میتواند که مردم برای امنیت خود بالای پیروان (قهرمان مُلی؟) که دست به انحلال قوای مسلح و سایر ارگانها ی امنیتی کشور زد ، حساب کنند؟! تا وقتی که این موریانه های سیاسی که سخت در صدد خوردن و سقوط نظام استند ، خنثی نشوند ، چنین اوضاع ادامه خواهد داشت