تاند- ملګروملتو د کندوز ولایت په ارچي ولسوالي کې د تېرې میاشتې د حملې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د افغان هوايي ځواک له لوري په یوه مدرسه کې پر غونډه د درنو ماشینګڼو او راکټونو په حمله کې ۱۰۷ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي وو.
راپور وايي چې د دې خونړۍ حملې اکثره قربانیان ماشومان ول.
د م.م. راپور وايي، د اپریل په دوهمه د ارچي ولسوالي په دوتاڼو کلي کې د افغان هوايي ځواک د حملې په مهال په مدرسه کې په سلګونو تنه راټول شوي وو.
په راپور کې یادونه شوې چې په دې پېښه کې د ۵۱ ماشومانو په ګډون۷۱ تنه ژوبل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې دوی د تحقیقاتو په ترڅ کې د ۳۸ تنو د وژل کېدو او د ۸۴ نورو د ټپي کېدو معلومات هم ترلاسه کړي دي.
طالبانو ویلي وو چې له مدرسې څخه د فراغت پر مراسمو بمباري شوې او ملکیان پکې وژل شوي دي.
په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې په دې برید کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل دي.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې له ماشومانو پرته دا ورته ثابته شوې نه ده چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره طالبان او څومره نور عام وګړي ول.