تاند- ملګروملتو په یوه راپور کې، چې نن /چهارشنبه/ یې خپور کړ، ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
په راپور کې ویل شوي چې اکثره ملکي افغانان په مځکنۍ جګړه کې وژل شوي. د ملګروملتو په وینا د سږ کال (میلادي) په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۸۵۳ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا شمېر د تېر کال (۲۰۱۳) د ورته مودې په پرتله ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې د ماشومانو تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره شوي دي.
د یوناما له راپور سره سم د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه ټولټال ۱۵۶۴ ملکیان وژل شوي او ۳۲۸۹ ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جګړه کې د وژل شویو او ټپي شویو ښځو شمېر په درو کې دوه هومره زیات شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی دفتر وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د افغانستان د جګړې بڼه بدله شوې، اکثره مځکنۍ جګړې په داسي سیمو کې شوي چې هلته عام خلک اوسي.
د یان کوبیش د دفتر په راپور کې راغلي:«د ماشومانو تلفات ۳۴ فیصده زیات شوي یعني د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۷۱ کوچنیان په جګړه کې ټپیان شوي یا وژل شوي دي. د دوی په منځ کې ۲۹۵ وژل شوي او ۷۷۶ ژوبل دي.»
په راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۱۴ کال له جنورۍ څخه د جون تر پایه پوري د ښځو تلفات ۲۴ فیصدو ته لوړ شوي او ټولټال ۴۴۰ ښځې وژل شوي دي.
راپور وايي چې سږ کال له اکثرو سیمو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ ډېرې جګړې په داسي سیمو کې شوي چې هلته عام خلک زیات اوسي.