تاند- ملګري ملتونه، چې هرکال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو راپورونه او شمېرنې خپروي، دا ځل د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د تلفاتو احصاییه خپره کړې ده.

د ملګروملتو له راپور سره سم، چې نن خپور شو، په روان ۲۰۱۳ کال کې دوولس زره وسله وال طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي دي.

د راپور مطابق په دې موده کې دوولس زره طالبان یا وژل شوي، یا ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.

د ملګروملتو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په وروستیو درو کلونو کې سږ کال طالبانو تر ټولو زیاتې حملې کړي دي.

اټکل کېږي چې راتلونکی کال به طالبان حملې لا زیاتې کړي ځکه چې ناټو په دې کال (۲۰۱۴) کې له افغانستانه پاتې ۷۵ زره پوځیان باسي.

امریکا ویلي چې په روان ژمي کې به به ۳۵ زره عسکر وباسي.

د ملګروملتو په راپور کې، چې د ملګروملتو امنیت شورا ته یې چمتو کړی دی، دا هم ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته په سلو کې اتیا مرګ ژوبلې د طالبانو د سړک د غاړې د بمي چاودنو په نتیجه کې اوښتي دي.

په راپور کې د ماینونو له درکه ژوره اندېښنه ښکاره شوې او ویل شوي چې اوس په ماینونو کې له ډېرو قوي چاودېدونکو موادو کار اخیستل کېږي.

تقریباً هره دوهمه ورځ پر سړکونو د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو په نتیجه کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

2 thoughts on “م.م. سږ کال ۱۲ زره طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي”
  1. ډیره په زړه پوری احصایه ده چی ۱۲حذف سوه صرف فه سژکال کی خوتیاردمیږیانوشوردی چی دکاله ۱۲حذف کیژی بیاهم نه ختمیژی دکال په سرکی دټولوجنګیدونکوطالبانوشمیر۲۴زره شوول سوی اوګرانوکتونکوتاسی سه په کی وایاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *