تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو استازندوی دفتر یا یوناما له درغلیو او بې قاعدګیو د پاکو انتخاباتو غوښتنه وکړه.
په داسي حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته تر ۳ اوونیو لږ وخت پاتې دی یوناما نن /سې شنبه/ په یوه اعلامیه کې، چې تاند ته یې هم رالېږلې، ویلي چې دوی د داسي انتخاباتو پر اړتیا ټینګار کوي چې د درغلۍ په شمول له هرراز لاسوهنو، چې په اثر یې د انتخاباتو پایلې زیان ویني، پاک وي.
د ملګروملتو د دفتر په اعلامیه کې په افغانستان کې د م.م. د خاص استازي د مرستیال نیکولاس هایسم په قول ویل شوي:«باید له هر اقدام څخه، چې په دې ټاکنو کې اعتماد له منځه وړي، ډډه وشي ځکه چې په نهایت کې د راتلونکي حکومت مشروعیت او د افغانستان ملي ګټو ته زیان اړوي.»
ده همداراز ویلي چې افغانان د دې وړ دي چې هراړخیز، باوري، شفاف او له هر راز فعالیتونو چې د انتخاباتو نتیجې داغي (لکه) کوي، پاک او ازاد انتخابات ولري- دا د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره هم خورا اهمیت لري.
د یوناما چارواکو دا څرګندونې نن وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مشر ډاکتر یوسف نورستاني او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلاانشا له ريیس ضیا الحق امرخېل سره سره یې وکتل.
یوناما وايي چې د کاندیدانو لومړنی مسوولیت دا دی چې د درغلۍ مخه ونیسي او دا یقیني کړي چې خپل ملاتړ کوونکي یې د دوی په نوم درغلي ونه کړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي مرستیال ښاغلي هایسم وویل:«درغلي یعني د خپل افغان د رایې غلا د نه منلو ده. درغلي نه یوازې په نهایت کې د افغانانو له لوري د رایو منل کېدا زیانمنوي، بلکې یقیناً له افغانستان سره په راتلونکې کې د نړیوالې ټولنې مرستې هم اغېزمنوي.»
په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي مرستیال همداراز وویل:«درغلي د کاندیدانو په ګټه نه ده. دوی به د رایو په غلا کې شریکان وي او د خپل ملاتړ اعتبار ته به تاوان واړوي نو پکار ده چې خپلو ملاتړو ته په دې اړه په زغرده خبرداری ورکړي.»
ده د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیونونو له چارواکو هم وغوښتل چې د درغلۍ پر ضد کلک او سخت اقدامات وکړي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ريیس ښاغلي نورستاني وروستۍ غوښتنه عملي کړي چې ویلي یې و د کوم کاندید په ګټه دې له دولتي امکاناتو او وسایلو څخه کار نه اخیستل کېږي. هغوی چې درغلي کوي نیول کېږي به او د افغانستان د قانون نافذوونکو ادارو له لوري ورته سزا ورکول کېږي.
ملګري ملتونه همداراز د رای ورکولو په مرکزونو کې د څارونکو او د کاندیدانو د استازو شتون د ټاکنو د شفافیت لپاره مهم بولي، پر څارونکو او سیاسي ګوندونو او کمپاینرانو ږغ کوي د مارچ تر ۲۲ پوري دې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې ځانونه ثبت کړي او خپلو څارونکو ته دې د مارچ تر ۲۹ پوري کارتونه واخلي.
د افغانستان ولسمشر د روانې اوونۍ په پیل کې د ولسي جرګې غونډې ته په وینا کې له بهرنیانو د افغانستان په ټاکنو کې د نه مداخلې غوښتنه وکړه خو کله چې وکیلانو ورته وویل چې حکومتي چارواکي دې هم په ټاکنو کې د چا ملاتړ نه کوي نو ده وویل چې چارواکي د یوه کاندید ملاتړ نه کوي بلکې د بېلابېلو کاندیدانو ملاتړ کوي.
د کتونکو په باور د ښاغلي کرزي دې خبرې په انتخاباتو کې د چارواکو لاسوهنې ته سر له اوسه جواز ورکړی دی.