د افغانستان لپاره د م.م. خاص استازی یان کوبش

تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نوماندانو او د هغو له ملاتړ کوونکو وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ټاکنو د پایلو تراعلان مخکې د انتخاباتو پایلې اعلان نه کړي.

په افغانستان کې د سرمنشي خاص استازي یان کوبیش نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې ده، د افغانستان د انتخاباتو د خپواک کمیسیون او افغان امنیتي ځواکونو د اقداماتو او هلوځلو د ستاینې ترڅنګ د ولسمشرۍ له کاندیدانو او د هغو له پلویانو وغوښتل چې د انتخاباتو او شکایتونو د کمیسیونونو له لوري د رایو شمېرلو ته درناوی وکړي.

یان کوبیش ویلي:«د رای شمېرلو بهیر لا بشپړ شوی نه دی. باید د خلکو رایې وشمېرل شي، پر شکایتونو باید په عادلانه ډول غور وشي او انتخاباتي کمیسیونونه د یو بل مرسته وکړي څو د ټاکنو پایلې په عادلانه او شفاف ډول اعلان شي.»

دا په داسي حال کې ده چې باوري سرچینې وايي، ټولې رایې شمېرل شوي او ګټونکی هم څرګند دی خو د ګټونکي تر اعلانېدو مخکې پکار ده چې د شکایتونو کمیسیون د درغلیو په اړه څېړنه وکړي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي چې ګټونکی ولسمشر نورو ته په حکومت او کابینه کې ونډه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ځینو سیمو د انتخاباتو مقدماتي پایلې اعلان کړي. د ټول افغانستان د انتخاباتو مقاماتي پایلې د ثور په ۴مه او وروستۍ یا رسمي پایلې د ثور په ۲۴مه اعلانېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون ویلي و چې نن /سې شنبه/ به د ۳۰ ولایتونو د ۵۰ فیصدو رایو مقدماتي پایلې اعلان کړي.

0 thoughts on “م.م. له افغان کاندیدانو وغوښتل چې مخکې تر مخکې پایلې اعلان نه کړي”
  1. کرزئ صيب ستاسې د واک دوره د ډېرو لاسته راوړنو سره پای ته رسیږي هیله کوو چې نور دا غريب او بدبخت خلک پریدې چې ځانته په خپل ژوند او راتلونکې غور وکړي او هیله لرو چې دوستان دې درسره وفادار پاتې شي نورې خبرې به تاريخ درته ستاسې جناب د لاسته راوړنو سره بیان کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *