تاند(پنجشنبه، د حمل ۷) د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له الجزیره تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، ملګری ملتونه له بې وزله هېوادونو سره د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره د ۲ میلیارده ډالرو مرستې طرحه برابره کړې ده.

ښاغلي ګوترېش ویلي، دوی به د بې وزله هېوادونو سره په مرسته کې دا پيسې د تجهیزاتو او سهولتونو په برابرولو ولګوي، ځکه د ګوتریش په خبره کورونا به بې وزله او ضعیفه هیوادونو څخه تر ټولو زیاته قرباني واخلي.
نوموړی وايي، که کورونا په بې وزله هیوادونو کې خپره شوه میلیونونه انسانان به ووژني.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا سازمان هم کورونا نړیوال ناورین بللی دی او ویلي یې دي چې دا ویروس د بشریت ګډ دښمن دی چې پر وړاندې یې باید ټوله نړۍ ګډه مبارزه وکړي.

د کورونا په وایرس افغانستان کې هم تر دې دمه ۸۰ کسان اخته شوي او دوه کسان ترې مړه شوي دي، خو دغې ناروغۍ تر ټولو زیات مړي په ایټالیا، هسپانیا او ایران کې وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *