تاند- ملګروملتو نن /چهارشنبه/ په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان ګڼ -نفوسو سیمو ته د جګړو د لېږدېدو له کبله د ملکیانو مرګ ژوبلې زیاتې شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) وویل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو کې د افغان امنیتي ځواکونو ونډه زیاته شوې ده.
د ملګروملتو په وینا د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکیان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ژوبل دي.
همدومره ملکیان په ټول ۲۰۱۵ م کال کې مړه او ژوبل شوي ول او له دې داسي ښکاري چې له ۲۰۰۹ را په دې خوا سږ کال تر بل هر کال زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګروملتو د راپور پر اساس په سلو کې ۴۰ مرګ ژوبلې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ د مځکنیو جګړو په نتیجه کې شوي دي.
راپور وايي، ماشومان د دې جګړې لوی قربانیان دي. په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۳۹ ماشومان وژل شوي او ۱۸۲۲ نور ژوبل شوي دي چې د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۵ زیات دي.
لږترلږه ۱۳۳ تنه په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۱۵۹ نور ژوبل شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې په درو کې دوې برخې هوايي بریدونه افغان هوايي ځواک کړي دي.
د ملګروملتو د راپور له مخې، په سلو کې ۶۰ مرګ ژوبلې د طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو له لوري پېښې شوي.
د دې ادارې په وینا طالبانو ۱۵۶۹ ملکیان وژلي او ۳۵۷۴ نور ژوبل کړي دي.
ملګروملتو په کابل کې د جولای په میاشت کې د روښنايي غورځنګ پر مظاهرې د برید په شمول پر ملکیانو د دولت د وسله والو مخالفانو مخامخ حملې غندلي دي.