تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، له پاکستان څخه یې د افغان کډوالو ۳۸۹ راجستر کورنۍ خپل هیواد ته ستنې کړي دي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویه کمیشنري یا (UNHCR) وايي، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو پروګرام یې، چې په ژمي کې درولی و، د سږ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه بیا پیل کړی او پر اساس یې تراوسه ۱۵۲۸ افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو بېرته تګ د افغانستان د ثبات او د جګړې د پای ته رسېدا لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ نن /سې شنبه/ وویل چې د تېر کال د دسمبر په لومړۍ نېټه یې افغانستان ته د ګډوالو د ستنولو پروګرام درولی و.
د دې کمیشنرۍ په وینا د ۱۵۲۸ تنو بېرته ستنو شویو کډوالو له منځه یې ۱۴۸۵ تنو ته نغدې مرستې او پاتې ۴۳ تنو ته نورې مرستې ورکړي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په درو مرکزونو کې هر بېرته ستنېدونکي کډوال ته ۲۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.
ملګروملتو د خیبرپښتونخوا د ازاخېل، نوښار، د بلوچستان د بلیلي او کوټې له ځانګړو مرکزونو څخه د کډوالو د خپلې خوښې ستنېدا پیل کړې ده.
پاکستان وايي چې لا هم په دغه هیواد کې یو ملیون او ۴ لکه راجستر افغان کډوال اوسي.
له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې د ملګروملتو د کډوالو د کمیشنرۍ په مرسته نژدې څلور نیم ملیون افغان کډوال افغانستان ته بېرته راغلي دي.