تاند- د ملګروملتو د بشري مرستو د ږغملولو اداره وايي، په ۲۰۱۸ م کال ۳ لکه ۴۳ زره افغانان په خپل هیواد کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي چې دا تر وړم کال په سلو کې ۳۶ کموالی ښيي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د ږغملوونکي ادارې یا اوچا د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ م کال ۵ لکه ۱۰ زره ۵۰۰ افغانان د جګړو له لاسه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.
خو په ۲۰۱۸ کې، د جګړې او وچکالۍ له کبله څه باندې درې نیم لکه بې ځایه شوي دي.
د تاند د موندنو پر اساس تېر کال په دې خاطر تر وړم کال لږ افغانان بې ځایه شوي چې د ورتېرو دوو کلونو اکثره بې ځایه شوي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي او هغه سیمې چې ناامنه وي یا د ناامنۍ خطر پکې ډېر و، له وړاندې څخه له هستوګنو تشې شوې دي.
راپورونه وايي چې په ۲۰۱۸ کې د بې ځایه شویو په منځ کې د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې د وچکالۍ له لاسه د مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د وچکالۍ له کبله تر ټولو زیات خلک له بادغیس څخه بې ځایه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، د بادغیس او غور ۳۸ زره کورنۍ د وچکالۍ له لاسه د بادغس مرکز قلعه نو او هرات ولایت ته کډه شوي دي.
ملګرو ملتو له وچکالي ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.