تاند- په سلو کې یو پنځوس (۵۱) افغان مهاجر د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو او ځورول کېدو له وېرې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته ګرځېدلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ له خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سیمو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه د سږ کال د مارچ د میاشتې په معلوماتي خبرپاڼه کې ویلي چې د سږ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ لس زره ۷۷۷ افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته تللي دي.

د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته له پاکستانه د افغان مهاجرو د ستنېدو بهیر چټک شو. سږ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ هره میاشت له ۳زرو تر ۴ زرو پوري کډوال خپل هیواد ته ګرځېدلي دي.

تېر کال په همدې موده کې له پاکستانه ټولټال ۷۶۱ افغانان خپل هیواد ته بېرته تللي ول.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا اوس په پاکستان کې ۹ لکه ۶۵ زره یو دېرش افغان کډوال مېشت دي چې په سلو کې ۵۳ یې له ځايي خلکو سره په ښارونو کې اوسي خو ۴۷ فیصده نور په ۶۴ کمپونو کې دېره دي.

دا کمیشنري وايي چې د روان ۲۰۱۵ تر پایه د ټولو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو امکان نشته.

د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ د راپور له مخې له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري دوه ملیونه او ۳ لکه افغان کډوال له پاکستانه افغانستانه ته بېرته تللي دي. تر ټولو ډېر مهاجر په ۲۰۰۲ او تر ټولو لږ په ۲۰۱۴ کې افغانستان ته ګرځېدلي دي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات کډوال په خیبر پښتونخوا کې مېشت دي. د ټولو مهاجرو په سلو کې ۵۲ په دې صوبه کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *