تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي، له لومړنیو څېړنو سره سم روانه اوونۍ په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۸ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

یوناما له افغان چارواکو غوښتي چې د دغو پښېو په اړه د بې پرې، خپلواکو او فوري تحقیقاتو امکان برابر او قربانیانو ته تاوان ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مشر په یوه اعلامیه کې ویلي«زه په دې ژور خوابدی شوم چې یو وار بیا اورم چې ښځې او ماشومان وژل کېږي. دا د منلو نه ده. ټولې خواوې باید د ملکیانو د ساتنې لپاره پر خپلو ژمنو کلک ودرېږي.»

د هرات په شینډنډ ولسوالي او لوګر ولایت کې په دوو پېښو کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

یوناما وايي چې د لوګر د پېښې په باب هم معلومات لري او په دې اړه یې هم څېړنې پیل کړي دي.

ویل شوي چې هوايي ځواک غوښتل چې د دولت وسله وال مخالفان په نخښه کړي خو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دولتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان قصداً له ملکي سیمو پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي چې ملکیانو ته مرګ ژوبلې واوړي.

د ملګروملتو له راپور سره سم سږ کال تراوسه پورې ۲۳۲ ملکیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي چې تر تېر کال په سلو کې ۴۳ زیات دي. اکثره وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *