تاند- ملګروملتو نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جګړې د دوام له لاسه د روان ۲۰۱۷ کال له پیله تراوسه پوري شاوخوا ۳۸ زره تنه د کور پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې دا کسان د افغانستان په ختیځ، شمال، شمال ختیځ، مرکز او جنوبي ولایتونو کې بې ځایه شوي خو تر ټولو ډېر د شمال ختیځ په بغلان او کندوز ولایتونو کې د کوزرونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
راپور وايي چې د بې ځایه شویو په سلو کې ۵۷ تر ۱۸ کلونو کشر ماشومان دي.
ملګروملتو همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان په جنوب کې سخت جنګي فصل په رارسېدو دی چې ورسره به د خلکو د بې ځایه کېدو لړۍ نور هم زور واخلي.
طالبان عموماً د هوا له تودېدو سره له جګړه تودوي.
د ملګروملتو په وینا د مارچ په پای او د اپریل په لومړیو (د حمل دوهمه نیمايي) کې طالبان جګړې ته خپل کسان لېږي.
د ملګروملتو له اټکلونو سره سم، سږ کال به څلور نیم لکه افغانان د کور پرېښودو ته اړ شي. دا اداره وايي چې تېر (۲۰۱۶) کال ۶۵۳۰۰۰ ملکي افغانان بې ځایه شول.