تاند- ملګري ملتونه وايي، د جنورۍ له میاشتې را په دې خوا له پاکستانه تر ۳۷ زره زیات راجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته تللي دي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، ۳۷۲۷۳ راجستر شوي افغان کډوال افغانستان ته بېرته ګرځېدلي چې د هغو له منځه ۲۶۸۵۴ له خیبر پښتونخوا څخه، ۳۷۲۹ له بلوچستان څخه، ۱۰۹۶ له سند ایالت څخه، ۴۹۲۶ له پنجاب ایالته، ۵۷۷ له اسلام اباده او ۹۱ نور له ازاد کشمیره ستانه شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د هوا ښه کېدا او هر ستنېدونکي ته له ۲۰۰ څخه ۴۰۰ ډالرو ته د پیسو زیاتېدو مرسته کړې چې سږ کال افغانستان ته په خپله خوښه زیات افغان کډوال ستانه شي.
خو راپورونه وايي چې له افغان مهاجرو سره د پاکستاني پولیسو زور زیاتی سبب شوی چې حتي راجستر شوي کډوال هم له پاکستانه خپل هیواد ته لاړ شي.
پاکستان ظاهراً د بې اسنادو مهاجرو پر ضد کمپاین پیل کړی خو ډېر ځلي یې راجستر شوي کډوال هم نیولي او په زوره افغانستان ته لېږلي دي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ چارواکي، چې پاکستاني اژانس یې نوم نه دی ښودلی، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د روان اګست په لومړیو ۹ ورځو کې ۱۷۰۱۷ تنه راجستر شوي افغان کډوال د دې کمیشنرۍ په مرسته له پاکستانه افغانستان ته لاړل.