تاند- ملګروملتو په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د تفتیش د ټول بهیر د پای ته رسېدو هرکلی وکړ.

په افغانستان کې د ملګروملتو استازندوی دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې، ویلي:«د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د رایبکسونو د تفتیش د نتیجو په اړه د نن ورځې /یکشنبه- سپټمبر‍۱۴/ له وروستۍ تصمیم نیوونکې غونډې وروسته ملګري ملتونه د افغانستان د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو سیمو د رایو د تفتیش د بشپړېدو هرکلی کوي.»

ملګرو ملتو همداراز ویلي چې اړوندې افغان انتخاباتي ادارې به له خپلو دندو او مسوولیتونو سره سم په بل ګام کې د رایو د تفتیش په اړه شکایتونه واوري او د رایو پایلې به تصدیق او اعلان کړي.

ټاکل شوې ده چې دا پروسه ۴۸ ساعته، یا دوې ورځې دوام وکړي.

یوناما په خپله خبرپاڼه کې همداراز ویلي:«د نن ورځې پرېکړې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د رایو په تفتیش کې، چې دواړو کاندیدانو له ملګروملتو څخه د رول لوبولو غوښتنه کړې وه،  د ملګروملتو د څارنې رول پای ته رسېږي.»

یوناما په خپله خبرپاڼه کې دا خبره د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د ملګروملتو د جګپوړي څارونکي یا سرڅارونکي ریچارډ چېمبرز له قوله کړې او ویلي یې دي:«د ملګروملتو دا ځانګړی رول پای ته ورسېد.»

ملګروملتو د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون، نړیوالو او افغان څارونکو، موسسو او دیپلوماتیکو ادارو (سفارتونو) څخه مننه کړې چې له دوی سره یې د دې بهیر د شفافیت په برخه کې همکاري کړې ده.

د تاند له معلوماتو سره سم د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو نتیجې به د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

په همدې حال کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلک د انتخاباتو د پایلو د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه کوي. د یکشنبې په ورځ په پکتیکا، زابل او د شنبې په ورځ په ننګرهار کې مظاهرې وشوې او د ټاکنو د پایلو د نه ځنډولو او ژر اعلانولو غوښتنه یې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *