تاند- ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۶۰۰ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله لږ دي خو په همدې موده کې د تېر کال په پرتله په جګړه کې د ژوبلو شویو شمېر زیات دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا شمېرې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن /یکشنبه/ خپرې کړې.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي، د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۳ میاشتو (جنوري، فبروري او مارچ) کې ۱۳۴۳ ملکي افغانان ټپیان شوي دي، حال دا چې تېر کال په همدې موده (جنوري، فبروري او مارچ) کې تر دې لږ افغانان ژوبل شوي ول.
د ملګروملتو د راپور له مخې، د سږ کال د لومړیو درو میاشتو ملکي تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۳ لږ شوي خو ټپیان په سلو کې ۱۱ ډېر شوي دي.
راپور وايي، تر ټولو زیات ملکیان په مځکنیو جګړو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
راپور ښيي چې په ګڼ نفوسو سیمو کې د جګړې شدت سبب شوی چې د ماشومانو مرګ ژوبله په سلو کې نژدې ۳۰ او د ښځو مرګ ژوبله په سلو کې ۵ لوړه شي.