تاند- ملګروملتو په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړ چې د مځکې په اتومسفیر کې د مضر کاربون په شمول ګلتوني ګازونه په بې ساري ډول بیا زیات شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي، د ټولو هیوادونو له ارادې پرته د مځکې په اتومسفیر کې د مضرو ګازونو مخه نه شي نیول کېدای.
ملګري ملتونه تر ۲۰۳۰ م کال پورې د کاربون ګاز د ډېرښت د اندازه کولو په هدف د (Environment’s Emissions Gap) په نوم هر کال راپور خپروي او په هغه کې د مځکې د کُرې د تودوښې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات تشریح شوي دي.
په دې راپور کې یادونه شوې چې حکومتونه باید د مځکې د تودېدو د مخنیوي لپاره اقدامات چټک کړي او خپل اقدامات په لا غور او دقت وکړي.
د دې راپور پر اساس که د یوویشتمې پېړۍ تر پایه پورې د مځکې په تودېدونکي حالت کې بدلون رانغی، د مځکې تودښه به د سانتي ګراد درې درجې زیاته شي او په همدې شکل به دوام وکړي.
په وروستیو کې هیله پیدا شوې وه چې د مځکې د تودېدو د مخنیوي لپاره دولتونه اقدامات کوي خو له ۲۰۱۷ راوروسته یوازې ۵۷ هیوادونو پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.